Share this link via
Personality Websites!
پاک پۀ دربار کښې دُعا اوکړه۔ نو غيبي اواز راغلو: اے اِنسانه! تا ګيدړې ته وکتل، ازمري ته دې ولې وه نۀ کتل، تۀ د ګيدړې پۀ شان پۀ ګوټ کښې خو کېناستې، دا دې ولې وه نۀ کړل چې د ازمري پۀ شان دې پخپله هم خوړلے وے او پۀ نورو دې هم خوړلے وے۔ تا له لاسونه، ښپې، سترګې، غوږونه هر څۀ درکړے شو، لاړ شه! محنت اوکړه، وګټه، پخپله هم وخوره او پۀ نورو هم وخوره۔([1])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ دې واقعه کښې څومره د زدکړې سبق دے، چې مونږ تدبير پرېږدو او ووايو چې ” زما د پاره به قدرت خپل قانونه بدل کړي او ما ته به پۀ ناسته مېلاؤېدل شروع شي “ دا غلط فهمي ده۔ دعاګانې ضرور کوئ، نـمونځونه ضرور کوئ، د الله پاک نوم ضرور اخلئ، تِلاوت هم لازمي کوئ خو د دې نتېجه دا نۀ ده چې زمونږه ټول کارونه به د کراماتو پۀ توګه هم پخپله کيږي بلکې د نېکۍ برکت دا وي چې مونږ ته د صحيح تدبير لاره مېلاؤ شي۔
پۀ حديثِ پاک کښې دي، رسولِ اکرم، نُورِ مُجَسَّم فرمائيلي دي: د درېو کسانو دُعا نۀ قبلېږي: (1): څوک چې پۀ شاړ مکان کښې قيام کوي۔
وضاحت: مثلاً پۀ ورانو کنډراتو کښې د شپې تېرولو د پاره ايسار شو، او دعاګانې کوي چې يا الله پاکه! زما حفاظت اوکړې۔ نو د حديثِ پاک مطابق د داسې کَس دا دُعا نۀ قبليږي۔
(2): دوېم هٰغه مسافر کوم چې پۀ لاره کښې قيام کوي۔
وضاحت: پخوا به خلقو پېدل سفر کولو، لارې به کچه وې نو پۀ لاره کښې ايسارېدل نا
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami