Share this link via
Personality Websites!
مثلاً: * نـمونځ له روان يو، دُکان مو پرانستے پرېښودو چې ګورم چې د نـمونځ پۀ برکت مې دُکان محفوظ پاتې کيږي که نۀ پاتې کيږي؟ * ګاډے مې لاک نۀ کړو او د يا جَلِيلُ وِرد مې اوکړو او لاړم، ګورم چې د الله پاک پۀ نوم کښې څومره طاقت دے۔۔۔؟ دا ډېره سخته خبره ده۔ مونږ له د داسې تدبير پرېښودو سره توکل نۀ دي کول پکار۔ بلکې توکل خو دا دے چې اِنسان ذريعې اِختيار کړي، پۀ خپل وَس کښې چې يـې څۀ دي، هغه اوکړي او بيا نتېجه الله پاک ته وسپاري۔
ګيدړه جوړه شوې يـې، ازمرے ولې جوړ نۀ شوې۔۔۔؟
شېخ سعدي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يوه واقعه ليکلې ده: يو کَس وو، هغه يو ځل د رزق پۀ لټون کښې ووتو، پۀ لاره روان وو چې پۀ يو ځائے کښې د ځنګل پۀ خوا تېرېدلو، څۀ ګوري چې يوه ګيدړه ده، پۀ ښپو باندې شله ده۔ هٰغه کَس چې وليدله نو ډېر حېران شو، سوچ يـې اوکړو چې دا خو پخپله ښکار کولے نشي، بيا به څۀ خوري او څښي؟ نو دې کتلو د پاره هغه هلته پټ کېناستو۔ لږ ساعت تېر شوے وو چې يو ازمرے هلته راغلو، د هغۀ پۀ خُله کښې د ښکار کړے شوي ځناور غوښه وه، ازمري غوښه راوړه او د ګيدړې مخې ته يـې کېښودله، ګيدړې پۀ خوراک شروع اوکړه، کله چې هغه مړه شوه نو باقي پاتې ښکار ازمري اوچت کړو او يو طرف ته کېناستو او پخپله يـې خوړل شروع کړل۔
دا يـې چې وليدل نو پۀ هٰغه اِنسان کښې جذبه راغله، سوچ يـې اوکړو چې کوم الله پاک دې ړندې او شلې ګيدړې ته رزق عطا کولے شي نو يقيناً چې هغه به يـې ما ته هم راعطا کړي۔ پۀ دې سوچ هٰغه کَس پۀ يو جومات کښې کېناستو، بس شپه او ورځ يـې الله الله کولو، نـمونځونه يـې کول۔ دعاګانې يـې کولې چې اے هٰغه شلې ګيدړې ته رزق ورکوونکيه کريم مالکه! ما ته هم رزق راعطا کړې۔
يوه ورځ تېره شوه، رزق رانغلو، دوېمه ورځ تېره شوه، رزق رانغلو، درېمه ورځ تېره شوه، بيا خو د هٰغه کَس د لوږې پۀ وجه حالت خراب شو، اخر يـې پۀ سلګو او پۀ ژړا ژړا د الله
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami