Share this link via
Personality Websites!
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دلته يو سوچ دا هم دے چې خلق د کرشمو او کراماتو انتظار کوي * لکه څنګه چې ما دُعا کړې ده نو بس اوس به چت برسېره شي او پۀ ما باندې به د نعمتونو باران شروع شي * د ځينو خلقو ذِهن وي چې زۀ نـمونځ کووم، لهذا زما د دُکان نه غلا نشي کېدے * زۀ تِلاوت کووم، لهذا ما ته به څۀ بيماري نۀ لګي * ما دُعاګانې لوستلې دي،لهذا اوس به ما ته څۀ مصيبت نۀ پېښېږي۔
يو خو دا ده چې د اِنسان پۀ الله پاک باندې پوخ يقين وي، دا خو ډېره ښه خبره ده خو مونږ د نېکۍ کولو نه پس هم د تدبير محتاجه يو، اوس اِنسان پۀ موټر سائېکل باندې کښېني او د سفر دُعا خو ولولي خو پۀ لاره کښې ون ويلنګ شروع کړي، بيا وائي چې ما دُعا لوستلې ده، لهذا هيڅ به نۀ کيږي۔ دا خو تدبير معطل کوونکې خبره ده۔
يو ځل د الله پاک د نبي حضرت عيسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام نه چا پوښتنه اوکړه: آيا تاسو پۀ الله پاک باندې تَوَکُّل (يعنې يقين) لرئ؟ وه يـې فرمائيل: آؤ! بالکل يـې لرم۔ وه يـې وئيل: بيا دې مخامخ غر ته وخېژئ او ځان ترې پخپله لاندې راوغورځوئ! ګورو چې ستاسو رَبّ تاسو بچ کوي که نۀ بچ کوي۔ حضرت عيسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام ډېر ښکلے جواب ورکړو، وه يـې فرمائيل: زۀ پۀ الله پاک باندې يقين ضرور لرم خو د هغۀ اِمتحان نۀ اخلم۔([1])
وګورئ! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! څومره د پوهې خبره ده، مونږ له هم غور کول پکار دي چې خُدائے دې نۀ کړي مونږ هم چرته د الله پاک د اِمتحان اخستو جرأت خو نۀ کوو،
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami