Share this link via
Personality Websites!
پاره د نورو سره مشورې هم اوکړئ، کله چې دا اوکړئ نو پۀ الله پاک باندې باور اوکړئ او پۀ هٰغه کار شروع اوکړئ! رَبِّ کريم به تاسو ته کاميابۍ عطا کړي۔
کله چې پوهېږې نۀ چې څۀ اوکړم نو۔۔۔
يو ځل يو صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ دربار رسالت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته حاضر شو او عرض يـې اوکړو: (يَا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! زۀ چې کله پۀ يوه معامله کښې حېران شم، نۀ پوهېږم چې څۀ اوکړم نو پۀ داسې حالت کښې ما له څۀ کول پکار دي) نصيحت راته اوکړئ! رسولِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: خُذِ الْاَمْرَ بِالتَّدْبِیْرِ څۀ چې کول غواړې، پۀ هغې کښې تدبير اِختيار کړه! ([1])
پۀ يو حديثِ پاک کښې دي: رسولِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: یَااَبَا ذَرٍّ! لَا عَقْلَ کَالتَّدْبِیْرِ د تدبير نه زيات بل هيڅ يو عقل نشته۔ ([2])
يعنې د کار کولو نه مخکښې د هغې پۀ نتېجه باندې سوچ کول، دا د ټولو نه کامِل عقل دے، څوک چې داسې کوي، هغه ته کامِل عقل مند وئيلے شي۔ ([3])
تدبیر کے دستِ رنگیں سے تقدیر درخشاں ہوتی ہے
قدرت بھی مدد فرماتی ہے جب کوششِ انساں ہوتی ہے
او چا شاعِر وئيلي دي:
تم ستاروں کے بھروسے پہ نہ بیٹھے رہنا
اپنی تدبیر سے تقدیر بناتے جاؤ!
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami