Share this link via
Personality Websites!
هره پاڼه د الله پاک د حُکم محتاجه ده۔ پۀ قرآنِ حکيم کښې دي:
اِنِ الْحُكْمُ اِلَّا لِلّٰهِؕ- (پارہ:7، سورۂ انعام:57)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: حُکم صرف د اللہ دے۔
پۀ يو ځائے کښې فرمائي:
لِلّٰهِ الْاَمْرُ مِنْ قَبْلُ وَ مِنْۢ بَعْدُؕ- (پارہ:21، سورۂ روم:4)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: مخکښې او وروستو حُکم صرف د الله دے۔
معلومه شوه چې حُکم د الله پاک چليږي، د قېنچۍ نۀ چليږي، د پيشو نۀ چليږي، د صفر شريف د مقدسې مياشتې نۀ چليږي، د ايمبولېنس د اواز نۀ چليږي، حُکم د الله پاک چليږي او د الله پاک حُکم پۀ اکثره توګه زمونږ د اعمالو سره تړلے وي، څنګه چې مونږ کارونه کوو، نتېجه يـې هم هٰغسې راووځي۔
ځکه خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د خپلې ناکامۍ اِلزام پۀ تقدير باندې لګول، هيڅې بے هيڅه بد فالي نيول، د دې خبرو نه راوتل پکار دې او مونږ له پۀ خپل تدبير باندې غور کول پکار دي۔ پۀ هر کار کښې ښه تدبير اوکړئ! بيا معامله الله پاک ته وسپارئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! کاميابي به مو نصيب کيږي۔
الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې فرمائي:
وَ شَاوِرْهُمْ فِی الْاَمْرِۚ-فَاِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى اللّٰهِؕ- (پارہ: 4، سورۂ آلِ عمران: 159)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او پۀ کارونو کښې د دوئي نه مشوره اخلئ بيا چې کله د کومې خبرې پخه اِراده اوکړې نو پۀ الله تَوَکُّل اوکړه۔
دا پۀ هر جائز کار کښې د کاميابۍ موندلو نصاب دے، دوه کارونه مونږ له کول دي: (1): مشوره: دا د ښه تدبير حصه ده (2): پۀ اللہ پاک باندې يقين کول۔
ګويا مونږ ته وئيلے کيږي چې د هر يو کار د پاره پۀ ښه انداز کښې تدبير اوکړئ! دې د
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami