Share this link via
Personality Websites!
چرته غلطي کړې وي، د دې غلطۍ د پېژندلو عادت جوړول پکار دي۔
اوس خو خېر حالات ډېر خراب شوي دي، خلق پۀ تقدير باندې هم اِلزام کم لګوي، د خپلې ناکامۍ ټول وبال پۀ توره پيشو وراچوي * توره پيشو مې پۀ مخه باندې تېره شوې وه * د کور د چلولو طريقه ورله پخپله نۀ ورځي، وادۀ يـې ناکامه شو، جنګ جګړې او طلاق ته خبره ورسېدله او اِلزام د صفرې پۀ مياشت باندې چې د صفرې مياشت سپېرۀ ده، ځکه وادۀ ناکامه شو * ګاډے يـې پخپله صحيح نۀ چلولو، د ګاډي چلولو پۀ وخت يـې پۀ ټيلفون باندې خبرې کولې، اوور سپيډ (يعنې ډېر تېز) روان وو خو خُدائے دې نۀ کړي که ايکسيډنټ وشي نو اِلزام د ايمبولېنس پۀ اواز باندې اچوي چې د کور نه پۀ راوتو مې د ايمبولېنس اواز اورېدلے وو، ځکه دا مسئله راپېښه شوه * پۀ سفر باندې د تللو آداب وي، دعاګانې لوستل وي، صدقه او خېرات وغېره کول پکار دي، پۀ سفر باندې د تللو نه مخکښې د سفر نـمونځ کول سُنَّت دي، دا ټول کارونه مونږ نۀ کوو خو چې کله پۀ لاره کښې څۀ نقصان راورسي نو پۀ ستورو باندې اِلزام لګوو چې نن مو ستورے پۀ ګردش کښې وو * دغه شان مو غصه پخپله نۀ قابو کيږي، ژبه چې مو روانه شي نو بے مُهارا چلېږي، بيا چې کله پۀ نتېجه کښې يـې جنګ وشي نو اِلزام پۀ قېنچۍ باندې يا د کور پۀ لوښو باندې راځي چې د قېنچۍ پۀ چلولو سره جګړه کيږي۔ داسې نور ډېر مثالونه دي۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا صرف بد فالي ده۔ تاسو لږ غور خو اوکړئ! آيا مَعَاذَ الله! * الله پاک زمونږه معامله يوې پيشو ته سپارلې ده؟ * د ايمبولېنس اواز ته يـې سپارلې ده؟ * زمونږه ټول کور قېنچۍ ته وسپارلے شو چې پۀ دې کور کښې به جګړې کيږي که نۀ کيږي، د دې فېصله به د اوسپنې بے ساه قېنچي کوي؟ لَاحَوْلَ وَلَا قُوَّۃَ اِلّا بِاللہ ۔ خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږ اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! مسلمانان يو، زمونږه رښتونې پخه عقيده ده چې د دې کائنات
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami