Share this link via
Personality Websites!
472522
9201
وېرېدونکي خلق وو، د الله پاک وېرې دوئي د ډېر همت او ډېر د اوچتې حوصلې والا جوړ کړي وو، د دې پۀ برکت هغوئي پۀ دومره لوئي لښکر باندې قابو وموندله۔
سُبْحٰنَ اللہ! معلومه شوه چې د الله پاک وېره، د قيامت پۀ ورځ د الله پاک پۀ دربار کښې د حاضرۍ خيال اِنسان له حوصله ورکوي، د کومې پۀ برکت چې اِنسان د لوئي لوئي سختو نه پۀ مُسکا مُسکا تېريږي۔ وګورئ کنه۔۔۔!! اِمامِ عالي مقام، اِمامِ حُسَين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د کربلا پۀ مېدان کښې څنګه صبر اوکړو، څومره اِستقامت يـې وښودلو، څومره سخت اِمتحان وو، پۀ کوم کښې چې هغوئي ثابت قدم پاتې شو او کامياب شو۔ د هغوئي هم دا صفت وو، هغوئي به مرګ هر وخت خپلې مخې ته ساتلو۔ د 10 مُحَرَّم شپه، پۀ کومه شپه چې سحر پۀ کربلا کښې جنګ وشو، پۀ هٰغه شپه حضرت زينب رَضِىَ اللهُ عَـنْها کومه چې د اِمامِ حُسَين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ خور ده، هغه د اِمامِ عالي مقام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ خِدمت کښې حاضره شوه، خپله پرېشاني او غم يـې هغوئي ته بيان کړو چې د کربلا مېدان دے، څلورو واړو اړخونو ته يزيديان ظالمان دي، آه! اوس به د دې مشکلاتو مقابله څنګه کوو؟ اِمامِ عالي مقام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ هٰغه وخت ډېر ښکلے نصيحت وفرمائيلو، وه يـې فرمائيل: خورې۔۔۔!! چې شېطان ستا برداشت او صبر ته نقصان وه نۀ رسوي، د زمکې والا به ټول يوه ورځ مړۀ کيږي، اسمان والا به هم باقي نۀ وي، باقي پاتې کېدونکے ذات صرف د الله پاک دے۔ ([1])
ځکه خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ ځان کښې د الله پاک نه وېره زياته کړئ، د الله پاک پۀ دربار کښې د حاضرۍ خيال راولئ، مرګ رايادوئ، يقين اوکړئ چې د دې پۀ برکت باندې د مشکلاتو نه پۀ ډکه دې دُنيا کښې ژوند کول اسان شي * حضرت کَعبُ الاَحبار رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: څوک چې مرګ وپېژني پۀ هغۀ باندې د دُنيا غمونه او مصيبتونه اسان شي ([2]) * د اِمامِ حَسَن بصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمان دے: چا چې د مرګ ياد پۀ خپل زړۀ
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami