Share this link via
Personality Websites!
472519
9201
پسته بستره کښې خوب ورشي؟ پۀ خلقو کښې چا ووئيل چې نا۔ نو وه يـې فرمائيل: خوب به ولې نۀ ورځي؟ ځکه چې د هٰغه اِنسان پۀ زړۀ کښې د مار وېره کېناسته، د مار وېره پېدا شوه نو د هغۀ خوب وتښتېدو۔ چې د مار د وېرې نه خوب تښتېدے شي نو د الله پاک وېره چې پۀ زړۀ کښې وي او د نـمونځ پۀ وخت خوب درشي داسې څنګه کېدے شي؟ ([1])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا واقعي چې حقيقت دے، مونږ له پکار دي چي پۀ خپل ځان کښې وېره پېدا کړو، مرګ رايادوو، د رَبّ پۀ دربار کښې د پېش کېدو خيال پۀ ذِهن کښې راولو، د شپې چې کله اودۀ کيږو نو د سحر د نـمونځ د پاره الارم (Alarm) ضرور لګوو بلکې چا نـمونځ ګزاره يا که کېدے شي نو د محلې د جومات اِمام صاحب ته خواست اوکړئ چې هغه تاسو د سحر د نـمونځ پۀ وخت راپاڅوي، د دې سره سره يو بل کار کوئ، د شپې د اودۀ کېدو نه مخکښې چې پۀ بستره باندې څملۍ نو د لږ ساعت د پاره د مرګ او د قبر او د اخرت خيال پۀ ذِهن کښې راولئ، دا د اودۀ کېدو پۀ آدابو کښې هم دي چې پۀ ښي اړخ باندې، د ښي مخ لاندې، ښۍ لاس کېږدې او د قبلې طرف ته مخ کړې او اودۀ شې او هٰغه وخت پۀ قبر کښې د اودۀ کېدو خيال پۀ ذِهن کښې راولې۔ د دې پۀ برکت به اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د نورو ډېرو فائدو مېلاؤېدو سره سره د سحر نـمونځ ته د راپاڅېدو توفيق به هم نصيب شي۔
د رَبّ پۀ دربار کښې د حاضرۍ خيال طاقت ورکوي
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! خوف خدا، د الله پاک پۀ دربار کښې د حاضرۍ وېره او دا خيال هم ډېر د کمال څيز دے، د دې سره اِنسان ته همت مېلاؤيږي، حوصله مېلاؤېږي، دا يو پټ طاقت دے کوم چې مونږ له ډېر همت او اوچته حوصله راکوي، د دې پۀ برکت اِنسان داسې داسې کارنامې کوي چې دُنيا ورته حېرانېږي۔ الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami