Share this link via
Personality Websites!
472516
9201
چې يقين لري چې هغوئي به خپل رب سره مخ کيږي او هغوئي به هُم د هغۀ پۀ طرف بېرته ګرځي۔
پۀ دې ځائے کښې ظَنّ (يعنې ګمان) د يقين پۀ معنیٰ کښې دے۔ ([1]) د خَاشِعِينو 2 صفتونه دي: (1): خَاشِع هغه وي کوم چې د قيامت پۀ ورځ د الله پاک پۀ دربار کښې د حاضرۍ يقين لري، د الله پاک پۀ دربار کښې د پېشۍ وېره پۀ زړۀ کښې لري (2): خَاشِع هغه وي کوم چې مرګ، د دې دُنيا نه واپس ګرځېدل او د خپل رَبّ طرف ته تلل هر ساعت مخې ته ساتي۔
د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې آيت وضاحت کړے دے او ليکلي يـې دي چې بني اسرائيلو ته د ايمان راوړو حکم اوکړے شو خو دا د دوئي د پاره ډېر ګران وو (دوئي ته د خپل منصب، عهدو د لاس نه وتل پۀ نظر راتلل، امدن بندېدل ورته پۀ نظر راتلل، ځکه دوئي د منصب او د مال پۀ لالچ کښې اِيمان نۀ قبلولو)، دوئي ته د دې حل ورکړے شو، حکم وشو: د صبر او نـمونځ پۀ ذريعه مدد حاصل کړئ! د دې 2 عبادتونو پۀ ذريعه به پۀ تاسو کښې د اِيمان قبلولو همت راشي۔ بيا مسئله دا وه چې نـمونځ پخپله ډېر ګران عبادت دے، پۀ پابندۍ سره، د پوره عاجزۍ سره نـمونځ کول اسان نۀ دے، پۀ نورو ټکو کښې داسې ووايئ چې د يو مشکل چې کوم حل ورکړے شو، هغه پخپله ګران دے، نو د دې د اسانۍ تدبير بيان شو، وفرمائيلے شول: * د خپل رَبّٓ سره د ملاقات او د هغه طرف ته د ګرځېدو خيال پۀ خپل زړۀ کښې کښېنوئ! * کله چې پۀ زړۀ کښې دا خيال پېدا شي نو د دُنيائي فِکرونو نه به نجات حاصل شي *
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami