Share this link via
Personality Websites!
472531
9201
چې د الله پاک د عذاب، د دوزخ، د قيامت ذِکر دے، د هٰغه آيتونو دې ترجمه او تفسير ولوستلے شي او پۀ ذِهن کښې دې کښېنولے شي او ښه پۀ توجه سره دې بيا بيا د هٰغه آيتونو تِلاوت اوکړے شي * هٰغه حديثونه پۀ کومو کښې چې د الله پاک نه د وېرې بيان دے، داسې حديثونه دې ولوستلے شي * د الله پاک نه د وېرېدو متعلق کتابونه دې ولوستلے شي * د الله پاک نه د وېرېدونکو د دِين د بزرګانو سيرت دې ولوستلے شي * شيډول دې جوړ کړے شي او روزانه يا کم از کم پۀ هفته کښې دې يو ځل هدېرې ته حاضري اوکړے شي، هلته دې فاتحه شريف هم ولوستلے شي او ورسره ورسره دې پۀ دې خبره باندې هم غور اوکړے شي چې ډېر زر به مونږ ته هم قبر ته راتلل وي، هٰغه وخت به زما د واپسۍ حالت څۀ وي؟ بيا دې د قبر پۀ معاملو هم غور اوکړے شي۔ اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د الله پاک نه به وېره نصيب شي۔ الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ۔
نېک اعمال (Naik Amal) موبائل ايپلي کېشن
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د الله پاک د وېرې موندلو، د نېک جوړېدو او پۀ نېکو اعمالو کښې د زياتوالي يوه ذريعه نېک اعمال رساله هم ده۔ د دعوتِ اسلامي I.T ډيپارټمنټ يو موبائل ايپلي کېشن جاري کړے دے، د کوم نوم چې نېک اعمال (Naik Amal) دے۔ دا ايپلي کېشن پۀ خپل موبائل کښې انسټال کړئ، پۀ دې ايپلي کېشن کښې د اسلامي وروڼو، اسلامي خوئيندو او طالب علمانو د پاره بېلې بېلې رسالې موجودې دي * دا پۀ 6 مختلفو ژبو * انګلش * اُردو * هندۍ * بنګالۍ * ګجراتۍ او * سندهۍ کښې استعمالېدے شي * پۀ دې کښې پۀ مختلفو نېک اعمالو باندې مشتمل سوالونه ورکړے شوي دي * د هر سوال لاندې 30 خانې دي، هره ورځ د خپلې خوښې څۀ وخت هم مقرر کړئ او د خپلو اعمالو جائزه واخلئ، د دې مطابق ژوند تيروئ، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دې پۀ برکت
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami