Share this link via
Personality Websites!
472527
9201
کښې مدد ولې اونکړو؟ نو زۀ به څۀ جواب ورکووم؟ دا يـې وفرمائيل او د رکشې نه يـې خپل ټول سامان راکوز کړو۔ ([1])
خیالِ خاطِرِ احباب چاہئے ہر دَم انیسؔ ٹھیس نہ لگ جائے آبگینے کو
وضاحت: هر وخت د مسلمانانو وروڼو د زړونو خيال ساتل پکار دي! الله دې نۀ کړي چرته د چا زړۀ ازار نۀ شي!
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! غور اوکړئ چې حضور مفتئ اعظم هند رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د الله پاک نه څومره وېره لرونکے وو، د هغوئي سره د قيامت پۀ ورځ د الله پاک پۀ دربار کښې د پېش کېدو وېره وه، هغوئي د يو پرېشانه مسلمان د خېر خواهۍ د پاره ګاډے د لاس نه وتل خو خوښ کړل خو د هغه د زړۀ ساتنې نه بغېر تلل يـې منظور نۀ کړل۔ اوس غور اوکړئ چې د مسلمانانو وروڼو د خېر خواهۍ دا جذبه که چرې زمونږ نصيب شي نو زمونږه معاشره به څومره ښائسته او ښکلې شي، جنګ جګړې به ختمې شي، د کنځلو سوچ به هم باقي پاتې نۀ شي، حَسَد، د بَل نه سوزېدل، بغض او کينه وغېره دا ټولې باطني بيمارۍ به د معاشرې نه ختمې شي۔ او دا هر څۀ به څنګه کيږي؟ د الله پاک نه د وېرې پۀ ذريعه۔
قلب میں خوفِ خُدا رکھ کر تُو سارے کام کر کامیابی ہو گی تیری اِنْ شَآءَ اللہ! ہر ڈَگَر([2])
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
مرګ همېشه ياد ساتئ!
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا دوه صفتونه دي:
الَّذِیْنَ یَظُنُّوْنَ اَنَّهُمْ مُّلٰقُوْا رَبِّهِمْ وَ اَنَّهُمْ اِلَیْهِ رٰجِعُوْنَ۠ ٛ (46)
(پارہ:1، سورۀ البقره:46)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: څوک چې يقين لري چې هغوئي به خپل
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami