Share this link via
Personality Websites!
472526
9201
پېسې وخوري؟ * آيا هغه به څوک برناحقه تنګ کړي؟ * آيا هغه به د نورو خوب خراب کړي؟ * آيا هغه به د نورو بد بيان کړي؟ هيڅکله نه بلکې څوک چې د الله پاک نه وېره لرونکے وي هغه به هر وخت د نورو د حقونو خيال ساتونکے وي۔ معلومه شوه چې که زمونږه د الله پاک د وېرې نعمت نصيب شي نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د معاشرې نه به جرمونه او د نورو حقونه خوړل بالکل ختم شي۔
عطا ہو خوفِ خُدا خُدارا، دو الفتِ مصطفےٰ خُدارا
کروں عمل سنتوں پہ ہر دَم، امامِ اعظم ابوحنیفہ([1])
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
مفتئ اعظم هند رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه او د خېر خواهۍ جذبه
يو ځل علامه اَرشَدُ القادري صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه شهزاده اعلیٰ حضرت ، مفتي اعظم هند، مولانا مصطفٰے رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته خپلې مدرسې، مدرسه فَېضُ العُلُوم ته د تشريف راوړلو دعوت ورکړو، حضور مفتي اعظم هند رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه تشريف راوړو، پۀ واپسۍ کښې ريلوے سټېشن ته د تللو د پاره حضور مفتي اعظم هند رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ رکشه کښې لا هيله ناست وو چې يو کَس حاضر شو او عرض يـې اوکړو: حضور! د فلانکۍ پرېشانۍ سره مخ يم، تعويذ را له راکړئ۔ علامه ارشدُ القادري صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هٰغه کَس ته وفرمائيل: د ګاډي د راتلو وخت شوے دے او تۀ اوس د تعويذ اخستو د پاره راغلې! حضور مفتي اعظم هند رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه علامه ارشد القادري صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه منع کړو۔ علامه صاحب عرض اوکړو: حضور! ګاډے به رانه لاړ شي۔ پۀ دې باندې مفتي اعظم هند رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د الله پاک نه د وېرې پۀ جذبه کښې وفرمائيل: لاړ دې شي! پۀ بل ټرين کښې به لاړ شم۔ سبا د قيامت پۀ ورځ که چرې الله پاک پوښتنه اوکړه چې تا زما د فلانکي بنده پۀ پرېشانۍ
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami