Share this link via
Personality Websites!
472525
9201
ولې کولے شي؟ د الله پاک د وېرې د کمي پۀ وجه، غرض: د ګناهونو چې څومره هم فهرست جوړ کړے شي، د هٰغه ټولو ګناهونو پۀ ذريعو کښې چې به کوم بنيادي څيز مېلاؤېږي هغه به د الله پاک د وېرې کمے وي۔ ځکه که چرې مونږ خپله معاشره مثالي معاشره جوړول غواړو، که د معاشرې نه ګناهونه ختمول غواړو نو دې د پاره به مونږ ټولو ته پۀ ځان کښې د الله پاک نه وېره پېدا کول وي۔
د خوف خدا[الله پاک د وېرې] پۀ وجه بے هوشه راپرېوتو
د حضرت مِسعَر بِن کِدَام رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه روايت دے، يوه ورځ مونږ د اِمامِ اعظم، اِمامِ ابو حنيفه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سره پۀ يو ځائے تېرېدو، پۀ بے خيالۍ کښې د اِمامِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ښپه مبارکه د يو هلک پۀ ښپه باندې راغله، د هلک د خُلې نه چغه وختله او د هغۀ د خُلې نه بے اِختياره ووتل: یَا شَیْخُ اَلَا تَخَافُ الْقِصَاصَ یَوْمَ الْقِیَامَۃِ يعنې جناب! آيا تاسو د قيامت پۀ ورځ د اخستے کېدونکي اِنتقام نه نۀ وېرېږئ؟ بس د هٰغه هلک دا خبره اورېدل وو چې پۀ اِمام اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه باندې وېره غالبه شوه او هغوئي بے هوشه شو او زمکې له يـې تشريف يوړلو۔ ([1])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! اندازه ولګوئ چې د اِمامِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ښپه مبارکه صرف پۀ بې خيالۍ کښې د هٰغه هلک پۀ ښپه باندې راغله، هغوئي قصداً داسې نۀ ووکړې، د هٰغه هلک د خُلې نه هم بے اِختياره جمله ووتله خو پۀ دې جمله کښې د قيامت پۀ ورځ د الله پاک پۀ دربار کښې د حاضرۍ ذِکر وو، اِمامِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته چې څنګه د الله پاک پۀ دربار کښې د حاضرۍ خيال راغلو نو پۀ هغوئي باندې وېره غالبه شوه او بے هوشه شو او زمکې له يـې تشريف يوړلو۔ غور اوکړئ چې کوم اِنسان د الله پاک نه دومره وېريږي * آيا هغه به د چا حق وخوري؟ * آيا هغه به چا ته کنځلې اوکړي؟ * آيا هغه به د چا
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami