Share this link via
Personality Websites!
472524
9201
صرف د الله د وېرې نه هغه پرېږدي۔ ([1]) * حضرت فضيل رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: کوم کَس چې د الله پاک نه وېريږي نو دا وېره د هرې نېکۍ طرف ته د هغۀ لار ښودنه کوي۔ ([2])
د مِثالي معاشرې د پاره د الله پاک نه وېره وړومبے شرط دے
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د الله پاک د وېرې پۀ فائدو کښې يوه اهمه او لويه فائده دا هم ده چې د دې پۀ برکت د معاشرې ټولې بدۍ ختمېږي، که چرې زمونږ پۀ صحيح معنو کښې د الله پاک نه وېره نصيب شي، د الله پاک پۀ دربار کښې د حاضرۍ وېره نصيب شي، د مرګ وېره زمونږ پۀ زړۀ کښې کښېني نو د دې پۀ برکت به * زمونږه معاشره واقعي چې مِثالي معاشره جوړه شي * زمونږ د معاشرې نه به ټولې بدۍ ختمې شي * د ګناهونو اډې به ورانې شي او ټوله معاشره به پۀ دُنيا کښې د جَنَّت تصوير جوړ شي۔ اګر چې د ګناهونو، د جرمونو نورې هم ډېرې وجهې دي، پۀ دې کښې د ټولو نه اهمه او بنيادي وجه د الله پاک د وېرې کمے هم دے۔ * شراب ولې څښلے کيږي؟ د الله پاک د وېرې د کمي پۀ وجه * اِنسان بدکاري ولې کوي، د الله پاک د وېرې د کمي پۀ وجه * سود ولې کولے شي؟ د الله پاک د وېرې دکمي پۀ وجه * غلاګانې ولې کيږي؟ د الله پاک د وېرې د کمي پۀ وجه * ډاکې ولې کيږي؟ د الله پاک د وېرې د کمي پۀ وجه * بر ناحقه قتلونه ولې کيږي؟ د الله پاک د وېرې د کمي پۀ وجه * د جوارۍ اډې ولې چلېږي؟ د الله پاک د وېرې د کمي پۀ وجه * نورو ته برناحقه تکليف ولې رسولے کيږي؟ د الله پاک د وېرې د کمي پۀ وجه * غېبت ولې کېږي؟ د الله پاک د وېرې د کمي پۀ وجه * چغلي، دروغ، وعده خلافي، کنځلې، دا هر څۀ ولې کيږي؟ د الله پاک د وېرې د کمي پۀ وجه * پۀ هر کور کښې جګړې ولې کيږي؟ د الله پاک د وېرې د کمي پۀ وجه * پۀ ناپ تول کښې کمے
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami