Share this link via
Personality Websites!
تاسو اوګورئ! قارون ته بے شمېره خزانې ورکړے شوې وې، د هغۀ د خزانو صرف کُنجيانې پۀ سوؤنو اوښانو باندې بار وې نو سوچ اوکړئ چې خزانه به يـې څومره غټه وه، يو ځل هغۀ خپلې بهترينې جامې واغوستې، مخکښې وروستو ترې نوکران وو، د خزانو نه بار کړے شوو اوښانو سره ډېر پۀ شاهانه پروټوکول کښې ښار ته ووتو، پۀ کوڅو تېرېدو، کوم خلک چې کم ظرفه وو، پۀ نيمو سترګو يـې څيزونو ته کتل، د هغوئي پۀ خُلو کښې ورته اوبۀ راغلې، زړونه يـې پۀ رشک او ارمان کښې نا قلاره شول، وه يـې وئيل: واه! واه۔۔۔!! څومره شان او شوکت دے، کاش چې زمونږ هم داسې خزانې نصيب شوے وے۔
خو پۀ بله ورځ چې کله قارون د خپل غرور، تکبر او د ګناهونو پۀ وجه د خپلو خزانو سره پۀ زمکه ورننباسلے شو، بيا هٰغه رشک کوونکو، پۀ نيمو سترګو کتونکو، د هغوئي سترګې پوره وغړېدلې، بيا يـې ووئيل:
لَوْ لَاۤ اَنْ مَّنَّ اللّٰهُ عَلَیْنَا لَخَسَفَ بِنَاؕ- (پارہ:20، سورۂ قصص:82)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: که الله پۀ مونږ اِحسان نۀ وے فرمائيلے نو مونږه به يـې هُم پۀ زمکه راښکلي وے۔
يعنې د خُدائے کرم وشو۔۔۔!! شُکر دے چې زمونږ داسې خزانه نۀ وه نصيب شوې، ګنې نو مونږ به هم پۀ زمکه ننباسلے شوے وے۔([1])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! وګورئ چې کله د اِنسان سترګې پوره وغړيږي، کله چې پۀ اخري ساعتونو باندې هم غور اوکړے شي، نو بيا ارمانونه هم بدل شي، د نظر زاويه هم بدله شي۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami