Share this link via
Personality Websites!
دردناک ساعتونه وو، څومره د بے وسۍ نه ډک ساعتونه وو، عذاب د هغوئي طرف ته راروان وو او دوئي د هغې نه د بچ کېدو پۀ کوشش کښې وو، تقريباً د 51 کروړه مربع کلو ميټره زمکه باندې د يو لويشت همره ځائے هم دوئي ته داسې نصيب نۀ شو، چرته چې دوئي پناه اخستے وے او د عذاب نه بچ شوے وے، ټول طاقتونه، ټولې خزانې، ټول خادمان، ټول محلونه، هر څۀ هم داسې پاتې شول، نن د دوئي نوم او نشان هم دلته موجود نۀ دے۔
تُو خُوشی کے پھول لے گا کب تلک تُو یہاں زندہ رہے گا کب تلک
دولتِ دنیا کے پیچھے تُو نہ جا آخِرت میں مال کا ہے کام کیا؟
مالِ دنیا دو جہاں میں ہے وبال کام آئے گا نہ پیشِ ذوالجلال
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږ د نيم نظر والا خلق يو،مونږه څيز ته پوره نۀ ګورو،څومره داسي خلق دي چي د شاهانه ژوند خوبونه ويني ،د چا ګاړے د چا بنګلا،د زرګونو روپو جامې،د لکونو موبائل ،کروړونه بينک بيلنس،شاهانه پروټوکول چي ووينې نو ارمان کوي، دننه دننه خپل ځان ته پيغورونه کوي،خپل قسمت ته ردې بدې وائي پۀ زړۀ زړۀ کښې وائي چي کاش ماته هم داسي دولت ميلاو شوے وے،کاش زما سره هم داسي ګاړے وے،کاش زۀ هم پۀ محلونو کښې اوسيدلےخو افسوس چي مونږه اخري لمحاتو ته نۀ ګورو د دنيا لوئي لوئي بادشاهان چي ظالمان او جابران وو،غير مسلمه او ګنهګاران وو د هغوي اخري وختونه څنګه تير شو،ټوله زندګي په عيش او عشرت کښې د تيرولو نه پس پۀ اخري وخت کښې د خپل عيش وعشرت نچوړ هغوي څۀ راويستو؟ پۀ دي زمونږ نظر نه وي، که مونږ په دغه اخري ساعتونو باندي نظر ساتونکي جوړشو نو زمونږ د نيمې نه زيات حسرتونه او ارمانونه خو به هم داسې ختم شي.
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami