Share this link via
Personality Websites!
کوئی آندھیوں نے اڑا دئیے ، کہیں زلزلوں میں ہوئے فنا
صَلُّوْا عَلَی الْحَبِیْب! صَلَّی اللہُ عَلٰی مُحَمَّد
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! غور اوکړئ چې دا څنګه څنګه قومونه وو۔۔۔! پخپله الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې فرمائي:
مَّكَّنّٰهُمْ فِی الْاَرْضِ مَا لَمْ نُمَكِّنْ لَّكُمْ (پارہ:7،سورۂ انعام:6)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: هغوئي ته مونږه پۀ زمکه هٰغه قوت او طاقت ورکړے وو کوم مو چې تاسو لۀ نۀ دے درکړے۔
يعنې هغوئي ته پۀ زمکه کښې هٰغه طاقت عطا کړے شوے وو، کوم چې مونږ له نۀ دے راکړے شوے * نن زمونږ سره ټيکنالوجي ده * زمونږ سره سائنس دے * د ښه نه ښه مشينونه * د ښه نه ښه آلات موجود دي خو قرآنِ کريم فرمائي: د دې قومونو سره اګر چې ټيکنالوجي نۀ وه، اګر چې سائنسي ايجادونه نۀ وو خو هغوئي له پۀ زمکه باندې هٰغه قبضه ورکړے شوې وه کومه چې تاسو له نۀ ده درکړے شوې، هغوئي له هٰغه فنونه ورکړے شوي وو، کوم چې تاسو له نۀ دي درکړے شوي، هغوئي ته هٰغه اختيارونه، هٰغه طاقتونه عطا کړے شوي وو، کوم چې تاسو له نۀ دي درکړے شوي۔
تاسو سوچ اوکړئ چې دا به څنګه قومونه وو، د هغوئي به څومره د عېش او عشرت نه ډک ژوند وو، *فرعون څومره د عېش او عشرت ژوند تېرولو، *نمرود څومره د رعب او دبدبې والا بادشاه وو، *شَدَّاد کوم ته چې هٰغه خزانه ورکړے شوې وه، د کومې چې نن څوک سوچ هم نشي کولے، *قارُون کوم له چې دومره خزانه ورکړے شوې وه، کومه چې مونږ پۀ خوب کښې هم نشو ليدلے۔ خو آه۔۔۔!! د هغوئي هٰغه اخري ساعتونه۔۔۔!! څومره
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami