Share this link via
Personality Websites!
*چا به وئيل چې دا بس فضول قيصې دي۔ *چا به پۀ انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام پسې ټوقې کولې، سرکشي به يـې کوله۔ خو۔۔۔ کله چې پۀ دوئي باندې عذابونه راغلل، هٰغه اخري ساعتونه کوم چې د دوئي نصيب شول، د کومو ساعتونو نه پس چې د دوئي نوم او نشان ختم شو، پۀ هٰغه اخري ساعتونو کښې د دوئي حالت څۀ وو، د 17 سيپارې، سورۀ انبيا يو څو آيتونه واورئ! الله پاک فرمائي:
فَلَمَّاۤ اَحَسُّوْا بَاْسَنَاۤ اِذَا هُمْ مِّنْهَا یَرْكُضُوْنَؕ(۱۲) (پارہ:17،سورۂ انبیا:12)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: نو چې کله هغوئي زمونږ عذاب وليدو نو د هغې نه يـې تښتېدل شروع کړل۔
يعنې کله چې هغوئي محسوس کړل چې اوس بس عذاب راغلو، د عذاب نخښې يـې وليدلې نو د هغوئي هم هٰغه لوئي لوئي ښکلي کورونه، د هغوئي هٰغه محلونه، د هغوئي باغونه، د مال او دولت ډيري پۀ کومو چې به يـې نازونه کول، د هغې نه راووتل او منډې يـې شروع کړې۔ نو بيا هغوئي ته اواز اوکړے شو:
لَا تَرْكُضُوْا (پارہ:17،سورۂ انبیا:13)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: تښتئ مۀ۔
يعنې چرته ځئ۔۔۔؟ ولې تښتۍ؟
وَ ارْجِعُوْۤا اِلٰى مَاۤ اُتْرِفْتُمْ فِیْهِ وَ مَسٰكِنِكُمْ لَعَلَّكُمْ تُسْــٴَـلُوْنَ(۱۳) (پارہ:17،سورۂ انبیا:13)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او د دې سهولتونو طرف ته راوګرځئ کوم چې تاسو ته درکړے شوي وو او د خپلو کورونو طرف ته (راوګرځئ) کېدے شي چې تاسو نه تپوس اوکړے شي۔
واپس راشئ! ستاسو کورونه، ستاسو مال او دولت، ستاسو باغونه، ستاسو لوئي لوئي محلونه، ستاسو فوځونه، ستاسو طاقتونه هر څۀ دلته دي، اوس چرته تښتئ۔۔۔؟ واپس راشئ!
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami