Share this link via
Personality Websites!
اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د عاشقانِ رسول دِيني تنظيم دعوتِ اِسلامي د مدرسةُ الـمدينه بالِغان پۀ ذريعه د قرآنِ کريم د زده کولو بهترينه موقع ورکوي۔ دا شعبه روزانه * جوماتونو * مارکيټونو * سکولونو * کالجونو او پۀ نورو زرګونو ځايونو کښې د زيات عمر پۀ لکونو اِسلامي وروڼو او اِسلامي خوئيندو ته د قرآنِ کريم تعليم ورکوي۔ د دې شعبې پۀ ذريعه * د صحيح تجويد او قراءَت سره قرآنِ کريم لوستل ښودلے کيږي * فرض علوم هم ښودلے کيږي * سُنَّت او اداب هم ښودلے کيږي * د ترجمې او د تفسير د اورېدو موقع هم مېلاؤېږي * مختلفې دُعاګانې ښودلے کيږي * د درس او د بيان طريقه * د مسئلو ښودلو سره سره د الله پاک نه د وېرې او د عشقِ رسول د نمونې جوړولو کوشش هم کولے شي۔
تاسو هم پۀ مدرسةُ الـمدينه بالِغان کښې داخله واخلئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دِين او د دُنيا بے شمېره خېرونه به مو نصيب شي۔ ستاسو د ترغيب د پاره يو مَدَني سپرلے بيانووم۔
د يو اِسلامي ورور بيان دے چې دِيني ماحول ته د راتلو نه مخکښې به زۀ د لوفرانو دوستانو سره ګرځېدم او فضول کارونه کول زما معمول وو۔ يو ځل د يو اِسلامي ورور سره زما ملاقات وشو۔ د سلام او لاسونو مېلاوهلو نه پس پۀ خبرو کښې هغه ما ته پۀ مدرسة الـمدينه (بالغان) کښې د شرکت کولو دعوت راکړو او ورسره يـې د دې فائدې هم بيان کړې، ما اِراده اوکړه او پۀ مدرسة الـمدينه کښې مې شرکت شروع کړو۔ اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د دې پۀ برکت د دِيني ماحول سره د تړون لرلو پۀ وجه زۀ د نـمونځونو پابند شوم، خو لا مې د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ښکلي سُنَّت عمامې شريف پۀ سر کولو ذِهن نۀ وو جوړ شوے۔ اخر د يو اِسلامي وور پۀ پوهه کولو مې عمامه هم پۀ سر کړه، د عمامې شريف پۀ سر کولو پۀ ټول کور کښې هم زما د ډاډګيرنې والا څوک نۀ وو۔ يوه شپه مې د سپينو جامو او عمامې والا يو بزرګ پۀ خوب کښې زيارت اوکړو، ما ته معلومه
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami