Share this link via
Personality Websites!
درېمه نُسخه: خوږ آقا، رسولِ خُدا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د جَنَّتي جوړېدو درېمه نُسخه ورکړه، فرمائي: د الله پاک نه داسې حيا کوئ! لکه څنګه چې د حيا حق دے۔([1])
دا هم ډېر ښکلے نصيحت دے، د مثال پۀ توګه * اِنسان دروغ وائي، آيا هغه به دا غواړي چې مخامخ کَس ته د هغه د دروغو پته ولګي؟ نۀ يـې غواړي، ګنې بيا به هغه وشرمېږي * اِنسان پۀ بدکارۍ کښې اخته وي، آيا هغه به غواړي چې هغه څوک وويني * د سود کاروبار کوي، هغه به غواړي چې خلقو ته معلومه شي * اِنسان پۀ حرامو کارونو کښې مصروف وي، آيا هغه به غواړي چې څوک هغه وويني؟ نۀ يـې غواړي، ګنې هغه به وشرمېږي، پۀ سپينه جامه به يـې تور داغ ولګي، د خلقو پۀ مخکښې به هٰغه اِنسان رسوا شي۔ دا يو قِسم له د بندګانو نه حيا ده چې مونږ د خلقو پۀ مخکښې د هغوئي بد نۀ بيانوو، بس هم دا سوچ کول دي چې که څوک مو ويني او که نۀ ويني، الله پاک خو مو ويني، ځکه د هغه نه حيا کول دي او د دې سره د هغه نافرماني کول نۀ دي کول پکار۔ اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه وئيلي دي:
چُھپ کے لوگوں سے کیے جس کے گُنَاہ وہ خبردار ہے کیا ہونا ہے
کام زِنداں کے کیے اور ہمیں شوقِ گلزار ہے کیا ہونا ہے([2])
کله چې مونږ د خلقو نافرماني نۀ کوو، بيا هم د خلقو نه شرمېږو نو د چا نافرماني چې کوو، د هغۀ نه ولې نۀ شرمېږو، هغه خو د هر پټ او ښکاره نۀ ښه خبر دے، د زړونو د حالاتونو نه هم ښه خبر دے، ځکه پکار دي چې د رَبِّ کريم نه وشرمېږو۔
پۀ دې باره کښې د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم يو ډېر ښکلے
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami