Share this link via
Personality Websites!
د اخري ساعتونو تياري هم د اوس نه اوکړئ!
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا د مزو کولو وخت نۀ دے، د عېش کولو وخت نۀ دے، هم دا د درېو څلورو ورځو ژوند به فېصله کوي چې زمونږه اخري ساعت به څنګه تېريږي، بيا به هم اخري ساعت دا فېصله کوي چي مونږ به پۀ اخرت کښې څنګه راپاڅو۔ اِمامِ غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د اِنسان مرګ پۀ هٰغه حالت باندې راځي، پۀ کوم باندې چې ژوند تېروي او د قيامت پۀ ورځ به هم پۀ هٰغه حالت کښې راپاڅولے کيږي پۀ کوم باندې چې مرګ راغلے وي۔ ([1])
الله پاک چې د چا سره د ښېګړې اِراده وفرمائي
د حضرت اَنَس بن مالک رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، رسولِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي:
اِذَا اَرَادَ اللَّهُ بِعَبْدٍ خَيْرًا اِسْتَعْمَلَهُ
ترجمه: کله چې الله پاک د بنده سره د ښېګړې اراده وفرمائي نو هغه پۀ کار باندې ولګوي
پوښتنه اوکړے شوه: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! هغه څنګه پۀ کار لګولے شي؟ وه يـې فرمائيل:
يُوَفِّقُهُ لِعَمَلٍ صَالحٍ قَبْلَ الْمَوْتِ
هغه ته د مرګ نه مخکښې د نېکو توفيق عطا کړي۔([2])
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! يو ځل خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami