Share this link via
Personality Websites!
دې پورې چې قبر (يعنې مقام سِجِّين کوم چې د 7 زمکو نه لاندې دے هلته) ورسېږي۔ ([1])
دا دي دوه حالتونه: يو د اخري ساعتونو ښه تصوير دے، کله چې ځنکدن شروع شي، فرښتے زيري ورکوي ، د اِنسان پۀ مخ باندې مُسکا خوره شي، هغه د خپل اخرت د اِنعامونو پۀ ليدو خوشحاله شي او پۀ خوشحالۍ خوشحالۍ د دې دُنيا نه رخصت شي، او که اِنسان خراب وي، ګنهګار وي، نو د هغه اخري ساعتونه ډېر سخت وي، فرښتے ورته عذابونه ښائي، ډېر پۀ زور ترېنه رُوح اوباسي، د ځنکدن سختې پرې راځي او اِنسان پۀ ارمان او غم کښې ډوب، د اخرت طرف ته روان شي۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د حديثِ پاک پۀ رڼا کښې دواړه لارې زمونږ مخې ته دي، اوس فېصله زمونږه ده چې مونږ خپل اخري ساعتونه څنګه تېرول غواړو؟
يو ځل حضرت مالِک بن دِينار رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د يو ځوان پۀ خوا تېرېدو، هغه پۀ ګناهونو کښې اخته وو، هغوئي د نېکۍ دعوت ورکړو او وه يـې فرمائيل: اے اِنسانه! د الله پاک نۀ وېرېږه! ګناه مۀ کوه۔
هغه ډېر پۀ غصه کښې ووئيل: اے مالِکه! پرېږده بس! ژوند پۀ عېش کښې تېرولو ته مې پرېږدئ! هغوئي هغه پۀ خپل حال باندې پرېښودو، کله چې د هٰغه کَس اخري وخت راغلو نو خلقو هغۀ ته د کلمه طيبه وئيلو تلقين اوکړو، هغه ووئيل: زما د سر خوا ته يوه فرښته ولاړه ده او وائي: تا به د ژوند نه خوندونه اخستل، اوس به مونږه تا دَل دَل کړو([2])
اَللہُ اَکْبَر! دلته دا ماحول دے چې کله چا ته نصيحت کوې، د نېکۍ دعوت ورکوې نو بعضې وخت جواب مېلاؤېږي: پرېږدئ! مولانا صاحبه۔۔۔!! څلور ورځې ژوند دے، چې مزې اوکړو!
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami