Share this link via
Personality Websites!
وَ اتَّقُوْا یَوْمًا تُرْجَعُوْنَ فِیْهِ اِلَى اللّٰهِۗ- (پارہ:3 ،سورۂ بقرہ:281)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او د هٰغه ورځې نه وېرېږئ پۀ کومه ورځ به چې تاسو د الله طرف ته ګرځولے کېږئ۔
د يو قول مطابق د دې آيت مبارک معنیٰ ده: اے اِيمان والؤ! وېرېږئ د هٰغه ورځې نه کله چې به تاسو دا دُنيا پرېږدئ او د اخرت پۀ سفر باندې به روانېږۍ۔([1])
ہے یہاں سے تجھ کو جانا ایک دن قبر میں ہو گا ٹھکانا ایک دن
منہ خدا کو ہے دِکھانا ایک دن اب نہ غفلت میں گنوانا ایک دن
ایک دن مرنا ہے آخر موت ہے کر لے جو کرنا ہے آخر موت ہے
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږ له پکار دي چې خپل هٰغه اخري ساعتونه همېشه خپلې مخې ته ساتو۔
وګورئ چې بس صرف دوه حالتونه دي، پۀ دې کښې مونږ ته يو د ځان د پاره خوښول دي، فېصله زمونږه ده، منظر د دواړو ستاسو مخې ته ږدم:
د حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، سرکارِ عالي وقار، مکي مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: د ځنکدن پۀ وخت د اِنسان خوا له فرښتے راځي، که هٰغه کَس نېک وي نو فرښتے وائي: اے پاکه رُوحه! راووځه۔۔۔!! تۀ پۀ پاک وجود کښې اوسيدلې، اوس د تعريف لائق راووځه، ستا د پاره د سکون او خوشحالۍ او د پاک رزق زېرے دے او دا هم چې ستا رَبّ ستا نه ناراضه نۀ دے۔ فرښتے داسې وائي د دې پورې چې رُوح د تن نه
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami