Share this link via
Personality Websites!
بيا غور اوکړئ چې دا د ځنکدن حالت دے، د دې نه د اخرت سفر شروع کيږي، آه! د کوم سفر شروع چې دومره دردناکه ده، آه! د رُوح د وتو يوه جټکه د تورې د 100 ګزارونو نه هم زيات تکليف ورکونکې ده([1]) رُوح د وجود نه وتل داسې دي، لکه څنګه چې يوه ازغنه څانګه د مالوچو پۀ ډيري کښې واچولے شي او پۀ جټکه ترې بهر راښکلے شي([2]) الله! الله! غور اوکړئ چې د کوم سفر شروع دومره دردناکه ده، د هٰغه سفر اخري منزل يعنې د حشر مېدان، بيا به پۀ پل صِراط باندې تېرېدل څومره دردناک وي۔
مونږ که پۀ زرګونو کاله ژوند تېر کړو، زمونږ د ټول ژوند نچوړ به زمونږه پۀ اخري ساعتونو کښې وي۔ پۀ حديثِ پاک کښې ارشاد دے: اِنَّمَا الْاَعْمَالُ بِالْخَوَاتِیْمِ د اعمال دار او مدار پۀ خاتمه باندې دے۔([3])
مونږ او تاسو د خپل اخري ساعت پۀ دې دُنيا کښې څنګه تېروو، هٰغه ساعت به فېصله کوي چې مونږ کامياب شو او که ناکامه پاتې شو۔ خو افسوس چې مونږ ته معلومه نۀ ده چې زمونږه هٰغه اخري ساعت به کله راځي، کله به مونږ د دې دُنيا نه رخصتېږو، ځکه مونږ له پکار دي چې مونږ خپل ټول ژوند پۀ نېک اعمالو کولو تېر کړو۔
وېرېږئ۔۔۔!! د واپس ګرځېدو د ورځې نه
پۀ 3 سيپاره، د سورۀ بقره، پۀ آيت: 281 کښې الله پاک فرمائي:
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami