Share this link via
Personality Websites!
به مو څۀ وي؟ جذبې به څۀ وي؟ هٰغه وخت به زمونږ پۀ زړونو کښې ارامانونه څۀ وي؟ پۀ دې باندې غور کول پکار دي۔
چې شروع يـې داسې ده نو انجام به يـې څۀ وي
يو ځل اِمامِ حَسَن بصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د يو مريض خوا له تشريف يوړلو، هٰغه وخت د هغۀ ځنکدن شروع وو، اِمامِ حَسَن بصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې يـې حالت ته وکتل نو وه يـې فرمائيل: د کومې معاملې شروع چې داسې وي نو د هغې د انجام نه وېرېدل پکار دي او د کومې انجام چې داسې وي نو د هغې د شروع نه ډډه کول پکار دي۔([1]) [يعنې هغې له په نېکو اعمالو کولو تياري کول پکار دي]
اَللہُ اَکْبَر! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! واقعي چې څومره عبرتناکه جُمله ده، څومره ښکلے نصيحت دے، مونږه دوه سفرونه کوو، يو سفر خو اوس زمونږه جاري دے، مونږ پۀ دُنيا کښې يو، د ژوند ساه ګانې پوره کوو، ډېر زر به زمونږه دا سفر ختم شي، بيا به يو بل سفر شروع شي: د اخرت سفر۔ اِمامِ حَسَن بصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه وائي چې خلقو۔۔۔!! وګورئ! هٰغه سفر کوم چې ستاسو د پېدائش نه شروع شوے وو، د دُنيا د ليدو سفر، پۀ دُنيا کښې د اوسېدو سفر، دلته د کور جوړولو، د عېش کولو سفر، آه! د سفر انجام څومره عبرتناک دے، آه! هٰغه اخري ساعتونه کله چې غرور کوونکے اِنسان، پۀ ځان باندې فخر کوونکے اِنسان، د خپلو صلاحيتونو کمالونه ښودونکے اِنسان د خپلې بے وسۍ پۀ انتها باندې وي۔ آه! خلقو۔۔۔!! وګورئ چې دا ستاسو د عېش او عشرت انتهاد ده، دا ستاسو د ژوند د سفر انجام دے او آه! څومره دردناک انجام دے۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami