Share this link via
Personality Websites!
قبر میں تیرا کفن پھٹ جائے گا یاد رکھ نازُک بدن پھٹ جائے گا
کر لے توبہ ربّ کی رحمت ہے بڑی قبر میں ورنہ سزا ہوگی کڑی([1])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا نتېجه ده۔۔۔!! د دُنيا طالبګارو دُنيا حاصله کړه، پۀ دې کښې يـې ژوند تير کړو، عېش يـې اوکړو، پۀ اخري وخت کښې يـې بيا نتېجه څۀ راوېستله: کاش چې مونږ دا نۀ کولے، کاش چې مونږ ته دُنيا نۀ مېلاؤېدے، کاش چې مونږ حبشي غُلامان وے، چېلۍ مو څَرَولے۔
دا نتېجه ده، د دې نه دا نتېجه اخستلے کيږي چې پۀ دې دُنيا کښې د ډوب شوو خلقو ژوند څنګه تېر شو، دا د هغوئي تجربې وې، د هغوئي د تجربو نتېجه څۀ راووتله؟ هٰغه نتېجه حاصله کړئ۔ معلومه به شي چې دا دُنيا بے وفا ده۔
د دُنيا مثال د شلېدلې کپړې پۀ شان دے
اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: مَثَلُ هٰذِهِ الدُّنْيَا مَثَلُ ثَوْبٍ شُقَّ مِنْ اَوَّلِهِ اِلٰى آخِرِ هٖ يعنې د دې دُنيا مثال د يوې کپړې پۀ شان دے او کپړه هم هٰغه کومه چې د سر نه تر اخره پورې پرېکړے شوې وي فَبَقِيَ مُتَعَلِّقًا بِخَيْطٍ فِي آخِرِ هٖ فَيُوْشِكُ ذٰلِكَ الْخَيْطُ اَنْ يَنْقَطِعَ بس پۀ اخره کښې د يو تار سره انښتې وي ، نزدې ده چې دا تار هم وشلېږي۔ ([2])
اَللہُ اَکْبَر! څومره زبردست مثال دے، دا دُنيا پۀ يو تار باندې ولاړه ده، لږه معمولي شانتې جټکه به دا تار وشلوي او مونږ به د قبر تيارو ته ورسېږو۔ چا شاعر ډېره ښکلې عکاسي کړې ده:
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami