Share this link via
Personality Websites!
بيا هم پۀ تنده برداشت کولو کولو د دُنيا نه رُخصت شو۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! يقيناً چې کربلا ډيره غمژنه او زړۀ بوږنوونکې واقعه ده * د کربلا پۀ واقعه کښې د خپلو وفاګانې هم دي او د يزيديانو جفاګانې هم دي * پۀ کربلا کښې د صبر اِنتها هم ده، پۀ دې کښې زمونږ د پاره ډير سبقونه موجود دي خو مونږ دا وئيلے شو چې کربلا کوم څيز کربلا جوړه کړې ده، يعنې دې پېښې له چې کوم يو څيز اهميت ورکړے دے، هغه د اِمامِ عالي مقام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د يزيد خِلاف موقف[دريز] وو۔ نن پۀ دې خبره باندې د ځان پوهه کولو ضرورت دے چې * اِمامِ عالي مقام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د فُرات پۀ غاړه هم تنده برداشت کړه * د يزيديانو جفاګانې يـې هم وليدلې * د بد بختو يزيديانو د سپکاوي جملې يـې هم واوريدلې * د حضرت علي اَکبر نه واخله د حضرت علي اَصغر رَضِىَ اللهُ عَـنْهما پورې يـې خپل شهزادګان هم قربان کړل * د خپلو وروڼو پۀ وينو رنګ مړۀ وجودونه يـې هم پۀ خپلو لاسونو اوچت کړل * د خپلو وفادارانو قربانۍ يـې هم وليدلې * د حضرت عبَّاس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پريکړے شوې مَټې يـې هم وليدلې * غرض دا چې هٰغه کوم يو درد وو، هٰغه کوم يو غم وو کوم چې د کربلا پۀ ميدان کښې د اِمامِ عالي مقام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ زړۀ باندې تير نۀ شو؟ ټول ظلمونه يـې برداشت کړل، ټول غمونه يـې پۀ زړۀ باندې تير کړل، سوال دا دے چې دا هر څۀ اخر ولې کولے شول، اِمامِ عالي مقام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ که چرې د يزيد خبره منلے وے نو دولت به ورته هم ميلاؤ شوے وے، پۀ ظاهري توګه به ورته عزت هم ميلاؤ شوے وے، هر څۀ به کيدل، د دې باوجود هغوئي
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami