Share this link via
Personality Websites!
پۀ دې اوريدو اِمامِ عالي مقام اِمامِ حُسَين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ وفرمائيل: فَرزَدَقه! تا رښتيا ووئيل، حُکم مخکښې هم د الله پاک وو، بيا به هم د الله پاک وي۔ څۀ چې الله پاک غواړي هم هغه کيږي، هره ورځ زمونږ د رَبّ نوي شانونه دي۔ که د خُدائے فيصله هٰغه وي کومه چې مونږ غواړو، بيا مونږ د هغۀ پۀ نعمت د هغۀ حمد کوو، هغه د شُکر توفيق عطا کوي او که د الله پاک فيصله څۀ بَل څۀ وي نو بيا هم چې د چا نيت صحيح وي، څوک چې پۀ حق پسې روان وي، څوک چې (صرف د خلقو پۀ مخکښې نۀ بلکې) پۀ تنهايۍ کښې هم تقویٰ اِختياروونکے وي، هغه سرکشي نۀ کوي (د الله پاک فيصلو ته سر ټيټوي)۔ دا يـې وفرمائيل او اِمامِ عالي مقام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د کوفې طرف ته روان شو۔ ([1])
پۀ لار کښې د يزيد فوځ د هغوئي لار ونيوله، داسې هغوئي کربلا ته ورسيدلو، بيا د تقدير لېک پوره شو، اِمامِ حُسَين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د خپلو 72 وفادارو ملګرو سره، پۀ 10 مُحَرَّم کال 61 هجرۍ * د کربلا پۀ ميدان کښې د يزيد پليد خلاف، د حق اواز پۀ پورته کولو * د خپل نيکه بابا جان د دِين پۀ څوکيدارۍ کولو * پۀ ظلم زغملو * د درد او د غم د غر پۀ مخکښې پۀ ثابت قدم پاتې کيدو * ډير پۀ عزت سره * بهادرۍ سره * شان او شوکت سره شهيد شو او * د هميشه د پاره د باطِل خِلاف د ودريدو * پۀ حق باندې د تللو * د ديندارۍ * د عزت د ژوند * د عزت د مرګ * د مړانې * د بهادرۍ * د اِستقامت او * د صبر او د رضا سبق يـې ورکړو۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami