Share this link via
Personality Websites!
د بيان پۀ اخره کښې راځئ چې يوه شرعي مسئله زده کړو:
(د صحيح شرعي مسئلې يا پۀ خلقو کښې د پرتې غلط فهمۍ پۀ ګوته کول)
مسئله: پۀ جومات کښې خير غوښتل حرام او غوښتونکي له ورکول ګناه ده۔
وضاحت: نن سبا دا خبره عامه شوې ده چې پيشه ور سوالګري زيات شوي دي، عام طور د جَمعې نه پس فورا ودريږي، پۀ تيز اواز سوال کول او ژړيدل شروع کړي، پۀ دې باندې نـمونځ کوونکو ته هم تکليف وي او چا ته چې رکعتونه پاتې وي، هغوئي ته هم ګرانيدے شي۔ ياد ساتئ چې که څوک حقدار وي او که نۀ وي، چا ته هم پۀ جومات کښې د خپل ځان د پاره غوښتل جائز نۀ دي، حرام او ګناه ده او داسې خلقو له پۀ جومات کښې ورکول هم مکروه او ناجائزه دي۔ ([1]) پۀ حديثِ پاک کښې دي: څوک چې پۀ جومات کښې خپل ورک شوے څيز لټوي (مثلاً د هغې د پاره اِعلان کوي)، هغه ته وايئ: خُدائے دې کړي چې تا ته ستا څيز ميلاؤ نۀ شي ولې چې جوماتونه دې کار د پاره نۀ دي جوړ کړے شوي۔ ([2]) غور اوکړئ! چې پۀ جومات کښې د خپل ورک شوي څيز اِعلان کول منع دي نو د نورو څيزونو غوښتل به څنګه صحيح وي؟ جوماتونه د خير غوښتو د پاره نۀ دي جوړ کړے شوي۔ دا سوالګري که خلقو ته د لاس نيولو پۀ ځائے چا ته چې يـې سجده کړې ده د هٰغه رَبِّ رحمان نه وغواړي نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! جولۍ به يـې ډکې شي۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami