Share this link via
Personality Websites!
ډير حېران شو، الله پاک هغوئي ته وحي وفرمائيله: کُنْ لِیْ کَمَا اُرِیْدُ اَکُنْ لَکَ کَمَا تُرِیْدُ يعنې اے موسیٰ! داسې شه! لکه څنګه چې زۀ غواړم، زۀ به ستا د پاره داسې معامله وفرمايم، کومه چې تۀ غواړې۔ ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! وګورئ چې نن مونږ د پريشانو ښکار يو، غمژن يو، پۀ مشکلاتو کښې راګير يو، د دې ټولو حل څۀ دے؟ داسې شئ لکه څنګه چې د الله پاک رضا ده او د الله پاک رضا پۀ څۀ کښې ده؟ پۀ دې کښې چې مونږ د قرآنِ کريم مطابق ژوند تير کړو۔ ځکه شريعت، سُنَّت، د قرآنِ پاک تعليمات خپل پيشوا جوړ کړئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ژوند به مو اسان شي، کامياب به هم شي۔
حضرت عبد الله بن مسعود رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: اِنَّ الْقُرْآنَ شَافِعٌ وَمُشَفَّع قرآنِ کريم شفاعت کوونکے دے او د دۀ شفاعت به قبلولے هم شي فَمَنْ جَعَلَہٗ اِمَامَہٗ قَادَہٗ اِلَی الْجَنَّۃِ څوک چې قرآنِ کريم خپل اِمام او پيشوا جوړ کړي، قرآنِ مجيد به هغه جَنَّت ته بوځي وَمَنْ جَعَلَہٗ خَلْفَہٗ سَاقَہٗ اِلَی النَّارِ او څوک چې قرآنِ مجيد شا ته وغورځوي، قرآنِ مجيد به هغه دوزخ ته ديکه کړي۔ ([2])
درسِ قرآن جو ہم نے نہ بُھلایا ہوتا یہ زمانہ نہ زمانے نے دکھایا ہوتا
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami