Share this link via
Personality Websites!
رَبّ قرآن دے، د اِسلام نُور دے۔ اِرشاد دے:
اَفَحُكْمَ الْجَاهِلِیَّةِ یَبْغُوْنَؕ-وَ مَنْ اَحْسَنُ مِنَ اللّٰهِ حُكْمًا لِّقَوْمٍ یُّوْقِنُوْنَ۠(۵۰) (پارہ: 6، سورۀ المَائدة: 50)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: نو آيا دوئي د جاهليت حُکم غواړي، او يقين لرونکو د پاره د الله د حُکم نه بهتر د چا حُکم کيدے شي؟۔
د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې آيت مبارک لاندې لېکلي دي: د زړۀ رُجحان د شريعت خِلاف کيدل شَقَاوَت (يعنې د بد بختۍ) علامت دے او د پاک شريعت، د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د سُنَّت طرف ته د زړۀ مائله کيدل د سعادت مندۍ نخښه ده۔ بد بخته اِنسان د جهالت پۀ خبرو خوشحاليږي خو سعادت مند د هغې نه نفرت کوي۔ ([1])
صوفيائے کرام فرمائي: پۀ دُنيا کښې کامياب ژوند هغه تيرولے شي څوک چې پۀ دريو خبرو پۀ مضبوطۍ سره عمل کوي: (1): پۀ ځان او پۀ خپلو تعلق لرونکو (مثلاً کور والؤ، دوستانو، خپلوانو) باندې د الله او د رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم حُکمونه جاري کړي (2): د ځان، د خپلو خپلوانو او د دوستانو د نفس پۀ خواهشاتو پسې نۀ ځي (3): ژوند پۀ اِحتياط سره تيروي۔ دا دُنيا تيارۀ او خوئينده لاره ده، پکار دي چې زمونږ پۀ يو لاس کښې د خوږ آقا
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami