Share this link via
Personality Websites!
خو افسوس چې دا هم لويه مسئله جوړه شوې ده چې خلقو د کربلا نه صرف يو رسم جوړ کړے دے۔ هٰغه موقف د کوم پۀ بنياد چې اِمامِ عالي مقام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ دومره لويه قرباني ورکړې وه، افسوس چې هٰغه موقف اوس مونږ ته ياد نۀ دے، افسوس چې هٰغه د جهالت تيارې د کومو د ختمولو د پاره چې اِمامِ حُسَين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د کربلا خاوره پۀ خپلو وينو رنګ کړې وه، اوس هٰغه تيارو زمونږ پۀ معاشره کښې ځائے جوړ کړے دے * د جهالت پۀ زمانه کښې شراب عام وو، دا بيماري اوس هم زمونږ پۀ معاشره کښې عامه کيږي * د جهالت پۀ زمانه کښې بد کاري عامه وه، زمونږ پۀ معاشره کښې هم دا روانه ده زياتيږي * بے حيائي د جهالت پۀ زمانه کښې ډير لوئي عيب وو، اوس دا عيب زمونږ پۀ معاشره کښې هم د پوره قوت سره خور شوے دے * کنځلې د جهالت د دور تياره ده، زمونږ پۀ معاشره کښې هم عامې دي * مور او پلار تنګول د جهالت د وخت تياره ده، زمونږ پۀ معاشره کښې هم د اولډ هاؤس (Old House) رواج زياتيږي * تعلق پرېښودل (يعنې خپلولي پرېښودل) بلکې د خپلوانو سره جګړې کول، غصې کول، د حَسَد، بُغض پۀ وجه د هغوئي سره جګړې کول د جهالت د وخت تيارې وي ، نن کوم يو کور دے چرته چې جګړې نشته، ورور د ورور دښمن دے، د چا د کشر ترۀ سره نۀ لګي، څوک د مشر ترۀ نه خفه دے، د چا د پلار د طرفه د ترور نه نفرت دے، څوک د مور د طرفه د ترور نه بيزاره دے * د طاقتورو پۀ کمزورو باندې زور ازمائيل، وِيرول، دهړکې ورکول، د کمزورو حقونه خوړل، د جهالت د وخت تيارې دي ، زمونږ پۀ معاشره کښې د کوم حده پورې خورې شوې دي، ټولو ته به اندازه وي * سندرې، سازونه، ميوزک
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami