Share this link via
Personality Websites!
فرمائيل: * يزيد جهالت خوروي * د اِسلام نُور ختمول غواړي * شيطاني کارونو له رواج ورکول غواړي * معاشره، مسلمان اُمت د الله پاک د کتاب [قرآنِ کريم] نه لرې کول او د جهالت تيارو ته غورځول غواړي خو قرآنِ کريم د يو اِسلامي حکمران د پاره دا واضحه قانون ښودلے شوے دے چې يو اِسلامي حکمران صرف او صرف د الله پاک د کتاب مطابق فيصلې کولے شي، د دې نه اخوا کيدے نشي۔ ځکه به د هغۀ بيعت نۀ کيږي۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا د کربلا د ټولو نه بنيادي سبق دے چې مونږ چې کوم مسلمانان يو، د رسولِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کلمه ويونکي يو * زمونږ د طور طريقو معيار * زمونږ د ژوند د انداز معيار * زمونږ د اوسيدو معيار * زمونږ د لېک لوست معيار * زمونږ د معاشي معاملو معيار * زمونږ د ګټلو معيار غرض دا چې زمونږ د ژوند د هر ساعت معيار د الله پاک قُرآن او د اِسلام نُور دے، د جهالت رَسم او رواج نۀ دے۔
لکه څنګه چې اِمامِ عالي مقام، اِمامِ حُسَين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د اُمت د جهالت د تيارو نه د بچ کولو د پاره د پوره طاقت سره ودريدو، ثابت قدمي يـې وښودله، کربلا ته ورسيدو، ظلم يـې برداشت کړو، شهيد شو او يزيديت يـې د خاورو سره خاورې کړو، دغه شان د هر رښتوني، پوخ حُسَيني دا وړومبے حق، د ټولو نه لويه ذمه واري ده چې پۀ خپل ژوند کښې، پۀ خپل کور کښې، پۀ خپله محله کښې، پۀ خپله معاشره کښې د جهالت تيارې هيڅکله هم خوريدو ته نۀ پريږدي۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami