Share this link via
Personality Websites!
د اِمامِ عالي مقام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ واضحه موقف
د اِمامِ عالي مقام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د يزيد سره هم دا بُنيادي اِختلاف وو، يزيد پۀ تخت باندې ناست وو، هغه قبضه کړې وه خو * هغه پخپله فاسِق وو * بے نـمانځه وو * شرابي وو * بدکار او بد کردار وو * د رحمان تابعداري يـې پرېښې وه او پۀ شيطان پسې تلونکے وو * فساد خوروونکے وو * د الله پاک حُکمونه ماتوونکے وو * د الله پاک حلال کړے شوي څيزونه به يـې حرام او حرام کړے شوي څيزونه به يـې حلال ګرځول * د سُنَّتو بدلوونکے * د سُنَّت خِلاف کارونه شروع کوونکے وو * دې بد بخته پخپله هم د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ سُنَّتو باندې عمل نۀ کولو * او نور خلق به يـې هم د سُنَّت خلاف پۀ کارونو باندې راپارول * د هغۀ د زړۀ تړون، د هغۀ د طبيعت رُجحان د اِسلام طرف ته نۀ بلکې د نفس د خواهشاتو طرف ته وو * هغه د اِسلام د نُور د راتلو نه پس بيا زمانه د جهالت تيارو ته غورځول غوښتل.
هم دا د اِمامِ عالي مقام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د هغۀ سره اِختلاف وو، هُم پۀ دې وجه هغوئي د هغۀ خِلاف ودريدو، ځکه هغوئي د هغۀ بيعت اونکړو، ځکه هغوئي کربلا ته تشريف راوړلو او د معاشرې د جهالت د تيارو نه د بچ کولو د پاره، پۀ اِسلامي نُور کښې د ساتلو د پاره هغوئي ټول ظلمونه برداشت کړل او اخر يـې د شهادت مرتبه حاصله کړه۔
د اِمامِ عالي مقام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ يو خط
اِمامِ عالي مقام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ ډيرو ځايونو کښې د خپل دې واضحه موقف اِعلان اوکړو۔ يو ځل هغوئي د بصرې ځينو سردارانو ته خط وليکلو، هغوئي وفرمائيل: اَنَا اَدْعُوْکُمْ اِلیٰ کِتَابِ
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami