Share this link via
Personality Websites!
ووئيله نو زمونږ ټول قوم به کلمه ووائي، مونږ اِسلام قبلولو ته تيار يو بس يو شرط دے، د فلانکۍ قبيلې او زمونږ ترمينځه جګړه ده، مونږ د دې جګړې فيصله پۀ تاسو باندې کوو، تاسو زمونږ پۀ حق کښې فيصله اوکړئ، مونږ به کلمه ووايو او مسلمانان به شو۔ پۀ دې باندې د سورۀ مائده آيت: 49 او 50 نازل شو، الله پاک د قيامته پورې چې به څومره هم اِسلامي حکمرانان وي، د اِسلام پۀ تخت باندې ناست واکداران وي، هٰغه ټولو ته دا حُکم اوکړو: ([1])
وَ اَنِ احْكُمْ بَیْنَهُمْ بِمَاۤ اَنْزَلَ اللّٰهُ وَ لَا تَتَّبِـعْ اَهْوَآءَهُمْ (پارہ: 6، سورۀ المَائدة: 49)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او (اے مسلمانه!) دا چې د هغوئي پۀ مينځ کښې د هغې مطابق فيصله اوکړه څۀ چې الله نازل کړي دي او د هغوئي پۀ خواهشاتو پسې مۀ ځه۔
يعنې يو اِسلامي حکمران له چې څومره هم فيصلې کول دي، د هغې بنياد به خواهشات نۀ وي، پۀ اِسلامي تخت باندې د کيناستونکي د پاره دا لازم دي چې هغه به قرآن خپل معيار جوړوي، هغه به د قرآن پۀ تعليماتو باندې عمل کوي، د هغې مطابق به ټول اُصُول او قوانين جوړوي، هم د قرآنِ پاک تعليمات به پۀ معاشره کښې نافذ کوي۔ د دې حُکم کولو نه پس يـې وفرمائيل:
اَفَحُكْمَ الْجَاهِلِیَّةِ یَبْغُوْنَؕ- (پارہ: 6، سورۀ المَائدة: 50)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: نو آيا دوئي د جاهليت حُکم غواړي۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami