Share this link via
Personality Websites!
ساتئ چې د ماشوم د پيدائش نه واخله د 5 نه د 7 کالو پورې چې کومه موده وي، دا د ماشوم د جذباني روزنې پالنې (Emotional Growth) موده وي، پۀ دې کښې ماشوم غلط او صحيح (Right and wrong) نۀ زده کوي، پۀ دې موده کښې ماشوم جذبات زده کوي۔ پۀ دې عمر کښې خو مونږ هغوئي ته د لوبو بے ساه څيزونه ورکړل، ګوډۍ، موټرې، موبائل مو ورله ورکړل ، بيا د هغه وخت د بے ساه څيزونو سره تيريږي، نو هغه به خپل انداز څنګه ښکاره کوي، هغه به خپل جذبات چا ته ښکاره کوي، خپل جذبات به چا ته څرګندوي؟ بابا جان د ګټې پۀ فِکر کښې وي، مور جانه د کور د کارونو نه نۀ وزګاريږي، ماشوم د بے ساه څيزونو سره لوئي کيږي۔ نتيجةً د ماشوم جذبات د تنګسيا ښکار کيږي، بيا چې هٰغه ماشوم لوئي شي نو پۀ معاشره کښې څۀ لوئي او اهم کردار نشي ادا کولے۔ ځکه * د خپلو بچو سره محبت او جسماني تړون ساتئ! * هغوئي پۀ غيږ کښې راخلئ! * هغوئي ښکلوئ! * هغوئي پۀ اوګه کوئ! * د هغوئي سره خبرې کوئ! * د څۀ وخته پورې د هغوئي سره لوبې کوئ!
د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ښکلې اداګانې
زۀ تاسو ته د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ښکلے ښکلے انداز عرض کووم: واورئ * نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د حسنينِ کريمين
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami