Share this link via
Personality Websites!
کيږي او شړلے کيږي * او کوم چې مالداره خلق دي، کوم چې پۀ دفتر کښې د اے سي لاندې ناست وي او د سکون پۀ ماحول کښې کار کوي، اګر که هغوئي ستړي شوي نۀ وي خو د هغوئي کار د دماغو وي، ټوله ورځ يـې پۀ کار کولو دماغ ستړي شوي وي، بيا نن سبا چې زمونږ د دفتر کوم ماحول جوړ شوےدے، فلانکے افسر ورټلو، د فلانکي فائل مسئله جوړه شوه، بيا کور ته د راتللو نه پس هم د کار کوونکو فون راځي، پۀ داسې حالت کښې د ماشومانو سره د محبت او د جسماني تړون موقع نۀ مېلاؤيږي * ماشومانو له د لوبو څيزونه ورکولے شي * د ماشومانو د پاره د خوراک څښاک ښه اِنتظام کولے شي * پۀ مياشت کښې يو ځل نيم د سيل د پاره هم بوتللے شي * د دې نه علاوه ماشومانو له موبائل (Mobile) ورکړي، ويډيو ګيم (Video game) ورته ولګوي، پۀ لوئي ايل سي ډي (LCD) ورته کارټون (Cartoon) ولګوي او يو طرفته يـې کښېنوي۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا ډېره خطرناکه معامله ده، زمونږ د دې رويو پۀ وجه * جنريشن ګيپ پيدا کيږي، د اولاد او مور او پلار ترمينځه لرې والے زياتيږي * د دې سره د ماشومانو په ذِهن کښې وِيره کښيني، د تحفظ اِحساس يـې کم شي * پۀ خپل ځان باندي اِعتماد پکښې کم شي * پۀ طبِيعت (Nature) کښې يـې سخت والے پيدا شي * تاسو به ليدلي وي چې زمونږ پۀ معاشره کښې څومره خلق بالکل د سخت طبيعت والا وي، د هغوئي پۀ مخ باندې مُسکا چرته کلونه پس راځي، د يو بل سره د مېلاؤيدو پۀ معامله کښې ډېر سخت وي، دا عام طور هٰغه خلق وي کومو ته چې پۀ ماشوماتوب کښې د مور او پلار محبت او جسماني تړون نۀ مېلاؤيږي * دا خبره ياده
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami