Share this link via
Personality Websites!
شرف عطا کولو د پاره بهر تشريف راوړلو، منظر څۀ داسې وو چې
وَهُوَ مُشْتَمِلٌ عَلَى شَيْءٍ لَا اَدْرِيْ مَا هُوَ
ترجمه: هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم څادر اچولے وو او پۀ هٰغه څادر کښې دننه څۀ څيز وو کوم چې د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د وجود مبارک سره لګېدلے وو، هغه څۀ وو؟ ما ته معلومه نۀ وه۔
خير! ما خپل حاجت عرض کړو، نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زما حاجت پوره کړو۔ بيا ما عرض اوکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! پۀ دې څادر کښې دننه څۀ دي؟ پۀ دې اورېدو خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم څادر مبارک لرې کړو، څۀ ګورم چې دننه اِمامِ حَسَن او اِمامِ حُسَين رَضِىَ اللهُ عَـنْهما موجود دي۔ نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل:
هَذَانِ ابْنَايَ وَابْنَا ابْنَتِيْ
ترجمه: دا زما ځامن يعنې زما د لور ځامن (او زما نمسي) دي۔
بيا يـې وفرمائيل:
اَللّٰهُمَّ اِنِّيْ اُحِبُّهُمَا فَاَحْبِبْهُمَا وَاَحْبِبْ مَنْ يُّحِبُّهُمَا
ترجمه: اے الله پاکه! بے شکه زۀ د دې دواړو سره محبت کووم، تۀ هم د دوئي سره محبت اوکړې او (د قيامته پورې) چې څوک د دوئي سره محبت کوي، هغه هم خپل محبوب جوړ کړې۔([1])
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami