Share this link via
Personality Websites!
هغې به د يادولو، پخپله پرې د عمل کولو او نورو ته د رَسولو کوشش کووم۔
صَلُّوا عَلَی الْحَبیب! صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
د مُحَرَّم شريف د مياشتې فضيلت
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مُحَرَّم شريف کومه چې د اِسلامي کال (Islamic year) وړومبۍ مياشت (First month) ده، اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! شروع شوې ده، دې مقدسې مياشتې ته شَهرُ الله (يعنې د الله پاک مياشت) هم وئيلے شي او د دې دا نوم پۀ حديثِ پاک کښې اِرشاد شوے دے، پۀ مُسنَدِ اِمامِ اَحمد کښې دي، يو ځل يو کَس دربار رسالت ته حاضر شو، عرض يـې اوکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! د رمضان کريم نه علاوه پۀ کومه مياشت کښې روژې ونيسم؟ وه يـې فرمائيل: که د رمضان کريم (د فرض روژو نه علاوه نفلي) روژې نيول غواړې نو پۀ مُحَرَّم الـحَرام کښې يې ونيسه چې دا د الله پاک مياشت ده۔([1])
حضرت اَبُو عثمان نهدي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان به د دريو عشرو ډېر تعظيم کولو: (1): د رَمضَان د مياشتې د اخرۍ عشرې (يعنې د آخري 10 ورځو) (2-3): د ذُو الـحِج او د مُحَرَّم شريف د وړومبۍ عشرې (يعنې د وړومبو 10 ورځو)۔ ([2])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږ له هم پکار دي چې د دې 30 ورځو (يعنې د رمضانِ
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami