Share this link via
Personality Websites!
اوکړي نو الله پاک به ټول کال هغۀ ته پراختيا ورکړي۔ حضرت سفيان ثوري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: مونږ چې پۀ دې حديث باندې تجربه اوکړه نو هم داسې مو وموندلو۔ ([1]) * د عاشورې د ورځې نورې 10 نيکۍ: (1): صدقه کول (2): نفل نـمونځ کول (3): زر [1000] کرته سورۀ اخلاص لوستل (4): د علمائے کرامو زيارت کول (5): د يتيمانو پۀ سر باندې لاس راښکل (6): غسل کول (7): رانجه پورې کول (8): نوکان کټ کول (9): د مريضانو تپوس کول (10): روغه جوړه کول۔ ([2]) * د کربلا د شهيدانو د پاره اِيصالِ ثواب کول: د اِمامِ عالي مقام، حضرت اِمامِ حُسَين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ او د هغوئي سره د دِينِ اِسلام د سر لوړي د پاره د شهيد شوو د ايصالِ ثواب د پاره د قرآنِ پاک ختم، د ذِکر او درود او د نذر او نياز هم انتظام کوئ که کېدے شي نو پۀ قافلو کښې سفر اوکړئ او د مکـتبة الـمدينه نه مختلفې رسالې حاصلې کړئ او هغه تقسيمې کړئ۔
د مختلفو سنتو زده کولو د پاره د مکـتبة الـمدينه د بهارِ شريعت جلد: 3 نه حصه نمبر 16 او د شيخ طريقت، امير اهلسنت علامه مولانا ابو بلال محمد الياس عطار قادري رضوي دَامَتْ بَرَکَاتُهُمُ الْعَالِیَه د 91 صفحو رساله 550 سنتیں اور آداب واخلئ او اوئې لولئ! د سنتو زده کولو يوه بهترينه ذريعه د دعوتِ اسلامي پۀ مَدَني قافلو کښې د عاشقانِ رسول سره د سنتو ډک سفر کول هم دے۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami