Share this link via
Personality Websites!
پۀ عاشوره (10 مُحَرَّم شريف) د ورځې او د شپې د کولو کارونه
د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: زما پۀ الله پاک باندې ګمان دے چې د عاشورې (يعنې د 10 مُحَرَّم شريف) روژه د يو کال مخکښنې ګناهونه ختموي۔ ([1])
د عاشورې د شپې عمل: علمائے کرام فرمائي: د عاشورې پۀ شپه (د 9 او د 10 مُحَرَّم شريف پۀ ترمينځه شپه) کښې 4 رکعه نفل داسې ادا کړئ چې پۀ هر رکعت کښې د سُورۀ فاتحه نه پس آيةُ الکُرسي يو ځل او سُورۀ اِخلاص درې درې کرته ولولئ، بيا چې کله د نـمونځ نه فارغ شۍ نو 100 کرته سُورۀ اِخلاص ولولئ۔ د دې پۀ برکت به د ګناهونو نه پاکوالے درنصيب شي او پۀ جَنَّت کښې به مو ډېر نعمتونه نصيب شي۔ ([2])
* د عاشورې يو څو اعمال: * روژه نيول: پۀ دې ورځ پۀ خاص توګه خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پخپله هم روژه ونيوله او د روژې د نيولو حُکم يـې هم اِرشاد کړو۔ ([3]) او ورسره يـې د 9 يا د 11 مُحَرَّم شريف د روژې د مېلاوهلو حکم اِرشاد کړو۔ ([4]) * د رزق د پراخه کېدو نُسخه: د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: څوک چې پۀ 10 مُحَرَّم شريف پۀ خپلو بچو باندې پۀ خرچ کولو کښې پراختيا
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami