Share this link via
Personality Websites!
عَـنْهُ پۀ خِدمت کښې د ثواب نذرانه کولو د پاره د دعوتِ اِسلامي والا د الله پاک پۀ لاره کښې سفر کوي او د نيکۍ دعوت عام کوي، عِلمِ دِين زده کوي او ښائي۔ د هر کال پۀ شان به پۀ سږني کال کښې هم پۀ 8، 9، 10 مُحَرَّم شريف کال 1448 هجرۍ د کربلا د شهيدانو د اِيصالِ ثواب دپاره قافلې سفر کوي۔ تاسو هم د دريو ورځو پۀ قافله کښې د سفر نيت اوکړئ۔ الله پاک دې د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔ اٰمِیْنْ بِجَاہِ خاتَمِ النَّبِیّٖن صلَّی اللہُ عَلَیْہ ِوَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ
د فيضانِ صحابه او فيضانِ اهلِ بېت د اجتماعاتو دعوت
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! دعوتِ اسلامي د صحابه کرامو او اهلِ بېت سره د محبت کوونکو ديني تنظيم دے، د مُحَرَّم شريف په اولنو 10 ورځو کښې به په يو سي سطح باندې د صحابه کرامو او اهلِ بېت رَضِيَ اللهُ عَنْهُم د ذکرِ خير اجتماعات کيږي، تاسو ته عرض دے چې په خپله يو سي کښې کيدونکو اجتماعاتو کښې او بالخصوص ستاسو په ځائے کښې کيدونکې د 10 مُحَرَّم شريف په اجتماعِ عاشوراء کښې پخپله هم شرکت وکړئ او نورو ته هم د دې دعوت ورکړئ۔ الله پاک دې مونږ ټولو ته د عمل کولو توفيق راکړي۔
اٰمِیْنْ بِجَاہِ خاتَمِ النَّبِیّٖن صلَّی اللہُ عَلَیْہ ِوَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ
صَلُّوْا عَلَی الْحَبِیْب! صَلَّی اللہُ عَلٰی مُحَمَّد
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د بيان پۀ اخره کښې د عاشورې (يعنې د 10 مُحَرَّم شريف) پۀ باره کښې د يو څو آدابو د بيانولو سعادت حاصلووم۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami