Share this link via
Personality Websites!
دا يـې چې واوريدل نو حضرت امير معاويه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پوښتنه اوکړه: اے ابو عبد الله (يعنې اِمام حُسَين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ )! د آلِ محمد ډله کومه يوه ده؟ وه يـې فرمائيل: هٰغه کومه چې شَيخَين يعنې ابو بکر او عمر ته، عثمانِ غني (رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم) ته، زما والدِ محترم مولیٰ علي (رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ) ته او اے معاويه! (رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ) تاسو ته رد بد نه وائي، هغه د آلِ محمد ډله ده۔ ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! معلومه شوه چې څوک د صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان هم ادب کوي، د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د څلورو يارانو ادب هم کوي او د خالُ المُؤمِنين (يعنې د ټولو مسلمانانو د ماما جان) حضرت امير معاويه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ خلاف هم خُله نۀ برسيره کوي، هغه د اهلِ بيتو رښتونے عاشق دے۔
الله پاک دې مونږه د صحابۀ کرامو او اهلِ بيتِ پاک رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم ادب کوونکي، رښتوني عاشقان جوړ کړي او د هغوئي د دښمنۍ او ګستاخۍ نه مو دې هميشه محفوظ وساتي۔
اٰمِیْنْ بِجَاہِ خاتَمِ النَّبِیّٖن صلَّی اللہُ عَلَیْہ ِوَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ
محفوظ سَدا رکھنا شَہَا! بےادبوں سے اور مجھ سے بھی سرزد نہ کبھی بےادبی ہو([2])
د دعوتِ اِسلامي د يوې شعبې تعارف: شعبه اوقات الصلاة
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د عاشقانِ رسول دِيني تنظيم دعوتِ اِسلامي د 80 نه د زياتو شعبو پۀ ذريعه پۀ ټوله دُنيا کښې د دِين پۀ خِدمت کښې مصروف دے۔ پۀ دغه
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami