Share this link via
Personality Websites!
نو هغه به دوزخ ته ځي۔ ([1])
باغ جنّت کے ہیں بہرِ مدح خوانِ اَہْلِ بیت تم کو مژدہ نار کا اے دُشمنان اَہْلِ بیت([2])
وضاحت: څوک چې د اهلِ بيتِ پاک رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم سره محبت کوي، د هغوئي تعريفونه بيانوي، د هغوئي د پاره د جَنَّت باغونه دي او د اهلِ بيتو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم د دښمن د پاره د دوزخ وعيد دے۔
د اهلِ بيتو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم رښتونے عاشق څوک۔۔۔؟
پۀ اخره کښې يو اهم وضاحت واورئ! مونږ ته د اهلِ بيتِ پاک رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم سره محبت کول دي خو د اهلِ بيتو رښتونے محبت څۀ ته وئيلے شي؟ پۀ دې هم ځان پوهه کړئ! روايت دے: يوه ورځ حضرت امير معاويه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ خطبه ورکوله، پۀ دې کښې اِمام عالي مقام امام حُسَين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ تشريف راوړلو، حضرت امير معاويه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ زر خطبه مکمل کړه او د منبر نه ښکته راکوز شو، بيا امام حُسَين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ منبر ته تشريف يوړلو، هغوئي د الله پاک حمد او ثنا بيان کړله، بيا يـې وفرمائيل: ما ته زما نيکه بابا ووئيل چې الله پاک فرمائي: د عرشِ اعظم د ښپې لاندې د شين رنګ يوه تختۍ ده، پۀ هغې باندې ليکلے شوي دي: اے د آلِ محمد ډلې! پۀ تاسو کښې چې څوک هم د قيامت پۀ ورځ باندې د لَا اِلٰہَ اِلَّا للہ د ګواهۍ سره راځي، الله پاک به هغه جَنَّت ته داخلوي۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami