Share this link via
Personality Websites!
پۀ هغوئي کښې يو زۀ يم، يو تۀ يـې او 2 ستا ځامن حَسَن او حُسَين رَضِىَ اللهُ عَـنْهما دي، زمونږ اولاد به پۀ مونږ پسې وي او پۀ هغوئي پسې به زمونږ بيبيانې وي۔ حضرت علي المُرتضیٰ، شيرِ خُدا رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ عرض اوکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! زمونږه ډله (يعنې زمونږ سره محبت کوونکي) به چرته وي؟ وه يـې فرمائيل: ستاسو ډله به پۀ تاسو پسې شاته شاته جَنَّت ته ځي۔([1])
سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! څومره ښکلے شان دے۔۔۔!! لږ تصور خو اوکړئ چې هغه به څومره ښکلې نظاره وي، زمونږ د ځان نه خوږ آقا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ، حضرت مولیٰ رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ او حسنينِ کريمين رَضِىَ اللهُ عَـنْهما به پۀ يو ځائے جَنَّت ته داخليږي، پۀ دوئي پسې به شاته شاته ساداتِ کرام وي او که الله پاک وغوښتل نواِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! مونږ د صحابۀ کرامو او اهلِ بيتو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم عاشقان به پۀ هغوئي پسې شاته شاته جَنَّت ته ورسيږو۔
باغِ جنّت میں مُحَمَّد مسکراتے جائیں گے
پُھول رحمت کے جھڑیں گے، ہم اُٹھاتے جائیں گے
د سَيِّدانو صاحبانو يو څو آداب
د الله پاک پۀ نيکانو بندګانو کښې يو نوم د حضرت علي خوَّاص رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هم دے، هغوئي ډېر د کمال وَلي وو، د سَيِّدانو صاحبانو پۀ ادب به يـې ډېر زور راوړلو، فرمائي: د
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami