Share this link via
Personality Websites!
محبت ساتل د عشقِ رسول نتيجه ده، د مؤمن بنده پيژندګلو دا ده چې هغه الله پاک سره محبت کوي د هغۀ په زړۀ کښې د محبوبِ خُدا، احمدِ مجتبیٰ صَلَّی اللہُ عَلَیْہِ وَ آلِہٖ وَ سَلَّم محبت وي او په کوم زړۀ کښې چې محبتِ رسول موجود وي، د هغې پيژندګلو دا ده چې هغه د صحابۀ کرامو علیہمُ الرِّضْوَان سره هم محبت کوي او د اهلِ بيتِ پاک رَضِيَ اللهُ عَنْهُم سره هم محبت کوي۔ د دې ټولو تعلقونه مِلاوؤلو نتيجه دا راووتله چې د صحابۀ کرامو او اهلِ بيتِ پاک محبت د مسلمان کيدو نخښه ده۔
اَہْلِ سُنّت کا ہے بیڑا پار اَصْحابِ حضور نجم ہیں اور ناؤ ہے عترت رسول اللہ کی([1])
وضاحت: يعني زمونږ عاشقانِ رسول بيړۍ اِنْ شَآءَ اللّٰهُ الْکَرِیْم! په دنیا، قبر، قيامت، پل صِراط هر ځائے کښې پوريوتې ده ځکه چې د الله پاک په فضل سره مونږ د هدايت د ستورو يعني صحابۀکرامو علیہمُ الرِّضْوَان سره هم محبت کوو او د فتنو د طوفان نه بچ کوونکې کشتۍ يعني د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د اَولاد سره هم محبت کوو۔
صَلُّوْا عَلَی الْحَبیب! صَلَّی اللہُ عَلٰی مُحَمَّد
د اهلِ بيتو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم د عاشقانو جَنَّت ته د داخليدو نظاره
د اِمام عالي مقام، اِمام حُسَين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے: يوه ورځ حضرت مولیٰ علي شيرِ خُدا رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د مالکِ جَنَّت، قاسمِ نعمت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خدمت کښې حاضر شو، نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: اے علي! هٰغه 4 کسان کوم چې به مخکښې جَنَّت ته ځي
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami