Share this link via
Personality Websites!
بادامو اثر ګرم دے * وور سيزل کوي * اوبۀ وور مړ کوي۔ د هر يو څيز يو اثر دے، دغه شان دا د اهلِ بيت پاک رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم پۀ خاصيتونو کښې يو لوئي خاصيت دے چې د هغوئي محبت مسلمان د الله پاک محبوب جوړوي۔
د الله پاک د محبوب جوړېدو نصاب
پۀ بُخاري شريف کښې حديثِ قُدسي دے، الله پاک فرمائي: زما د قُرب موندلو د ټولو نه بهترينه ذريعه د فرائضو ادا کول دي۔
يعنې اِنسان چې نـمونځونه کوي، روژې نيسي، د مور او پلار خِدمت کوي، د سود د لين دين نه ځان ساتي، حلال خوري، حرامو ته هډو ګوري نۀ، او څومره چې فرائض دي، ټول پوره کوي، دې سره بنده ته د الله پاک قُرب نصيب کيږي۔
نور فرمائي: اِنسان د نفلونو پۀ ذريعه مسلسل زما قُرب حاصلوي، حاصلوي، حَتّٰی اَحْبَبْتُہٗ تر دې پورې چې زۀ هٰغه بنده خپل محبوب جوړ کړم۔([1])
دا ګويا چې د الله پاک د محبوب جوړېدو نصاب بيانولے کيږي، اِنسانه فرائض پوره کړي، بيا ورسره ورسره ډېر نفلونه کوي، پينځه واړه نـمونځونه خو کوي، تهجد هم کوي، اشراق، څاښت هم کوي، د اوابينو نفلونه هم کوي * د رَمَضَانُ المُبَارَک روژې خو نيسي، ورسره ورسره نفلي روژې هم نيسي * فرض حج خو يـې کړے دے، بيا چې توفيق مېلاؤ شي نو نفلي حج هم کوي * زکوٰة خو ورکوي، ورسره ورسره نفلي صدقې هم
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami