Share this link via
Personality Websites!
کښې پۀ ملا باندې کښيني، کله چې ماشومان د محبت نه داسې ډک حرکتونه کوي، اګر چې مونږه هٰغه وخت د الله پاک پۀ حُضُور کښې حاضر يو خو پۀ داسې حالت کښې هم ماشومان داسې حرکتونو ته پرېښودل، د هغوئي زړۀ ساتنه کول د اولاد پۀ حقونو کښې شامل دي۔ الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔
اٰمِیْنْ بِجَاہِ خاتَمِ النَّبِیّٖن صلَّی اللہُ عَلَیْہ ِوَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ
(2): د اهلِ بيتو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم د محبت اثر
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ شروع کښې چې مونږ کوم روايت واوريدو، ما عرض کړي وو چې د دې لاندې 2 سبقونه عرض کول دي، دويم سبق واورئ! خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د حسنينِ کريمين رَضِىَ اللهُ عَـنْهما پۀ باره کښې دُعا اوکړه:
اَللّٰهُمَّ اِنِّي اُحِبُّهُمَا فَاَحْبِبْهُمَا وَاَحْبِبْ مَنْ يُحِبُّهُمَا
ترجمه: اے الله پاکه! بے شکه زۀ د دې دواړو سره محبت کووم، تۀ هم د دوئي سره محبت اوکړې او (د قيامته پورې) چې څوک د دوئي سره محبت کوي، هغه هم خپل محبوب جوړ کړې۔([1])
سُبْحٰنَ اللہ! دا د اهلِ بيتو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم د محبت اثر دے، الله پاک پۀ هر څيز کښې يو اثر اېښودے دے: * د اوبو اثر يخ وي * د ډوډۍ ګرم وي * د پئيو اثر يخ دے * د
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami