Share this link via
Personality Websites!
وَسَلَّم د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم سره تشريف فرما وو، پۀ دې کښې اِمامِ حُسَين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ راغلو او د نيکه بابا جان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره يـې لوبې او محبت شروع کړو، پۀ لوبو لوبو کښې هغوئي د نيکه بابا جان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ سينه مبارکه باندې کيناستو۔
بيا چې پۀ دې حالت کښې وړوکي شهزاده ته څۀ کول وو هغه يـې اوکړل۔ صحابۀ کرام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم فرمائي: مونږ د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خوا ته زر ورغلو چې شهزاده اوچت کړو خو نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: اِبْنِیْ اِبْنِیْ زما ځوي پريږدئ۔۔۔!! چې څنګه دے، هم داسې يـې پريږدئ۔۔۔!!
د دې پورې چې کله وړوکے شهزاده د خپل حاجت نه فارغ شو، نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوبۀ راوغوښتلې او خپلې جامې مبارکې يـې وينځلې۔([1])
پۀ نـمونځ کښې هم زړۀ ساتنه لازمي ده
سُبْحٰنَ اللہ! تاسو وګورئ چې خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د خپلو نمسو سره څومره محبت کولو۔ مونږ له هم د دې نه زدکړه پکار ده۔ اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د اولاد زړۀ ساتنه پۀ نـمونځ کښې هم کول د اولاد پۀ حقونو کښې دي۔ ([2])
يعنې چې کله بنده پۀ کور کښې نـمونځ کوي نو ماشومان بعضې وخت راشي، کله پۀ غيږه کښې کښيني، کله پۀ ښپو باندې څملي، کله خُله ښکلوي، د سجدې پۀ حالت
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami