Share this link via
Personality Websites!
د هغوئي د ازواجِ مطهرات يعنې زمونږ د مسلمانانو د پاکو مئيندو سره د محبت او د عقيدت ساتلو حکم راکړے شوے دے، پۀ دې آيت مبارک کښې زمونږ د پاره د زدکړې 2 څيزونه دي:
(1): د حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نِسبت بے مثاله نِعمت دے
وړومبۍ خبره خو دا د زدکړې د پاره ميلاؤيږي چې د سرکارِ عالي وقار، مکي مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نِسبت ډير د کمال دولت دے۔ وګورئ چې د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خپلوانو محبت د ايمان پۀ فرائضو کښې شامل کړے شوے دے، پۀ دې کښې څۀ حِکمت دے، د دې څۀ وجه ده؟ صرف دا چې د هغوئي د رسولانو د سردار، د نبيانو د تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره نِسبت او تعلق دے۔
د سرکار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د نِسبت برکتونه
د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم [د والد محترم د اړخه] ترور ده: حضرت صفيه رَضِىَ اللهُ عَـنْها ، يو ځل هغې ته چا ووئيل: اے صفيه! د الله پاک پۀ دربار کښې به د رسولِ اکرم، نُورِ مُجَسَّم خپلولي تاسو له فائده نۀ درکوي۔ دا يـې چې واوريدل نو حضرت صفيه رَضِىَ اللهُ عَـنْها ډيره خفه شوه، شافعِ اُمَم، شاهِ عرب و عجم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چې د دې خبرې نه خبر شو نو نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ جلال کښې راغلو او حضرت بلال رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ته يـې وفرمائيل: اے بلاله! خلق راجمع کړه۔۔۔!! بيا نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ منبر باندې تشريف فرما شو، د الله پاک حمد او ثنا يـې بيان کړه او وه يـې فرمائيل: څۀ حال دے د
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami